د پاکستان په موسمي ورښتونو کې د مړو شمېر له ۲۰۰ اوښتی
۱۴۰۴ تیر ۲۹, یکشنبهد پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي په مړه شوو ۲۰۳ کسانو کې ۹۷ ېې ماشومان او ۳۷ ېې ښځې دي. لږ تر لږه ۵۶۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي. په پاکستان کې اوسني موسمي ورښتونه د جون میاشتې په ۲۶مې پيل شوي دي.
تر ټولو ډېر تلفات د پاکستان په تر ټولو لوی ایالت پنجاب کې تر بارانونو وروسته د زړو ساختمانونو د دیوالونو او چتونو د نړېدو له کبله اوښتي دي.
نور ولولۍ: پاکستان: په وروستیو موسمي سيلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي
د یادې ادارې د شنبې ورځې د یو رپوټ پر اساس، په سېلابونو کې له ۷۰۰ ډېر کورونه تخریب او څه باندې ۲۰۰ څاروي تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د هوا پېژندنې اداره خبرداری ورکوي چې شديد وروښتونه به روانه میاشت جولای او راتلونکې میاشت اګست کې هم ادامه ولري چې دا کېدای شي د سیندونو ډېر ډکېدل، ویجاوړونکي سېلابونه او د خلکو بېځایه کېدل له ځانه سره ولري.
له آرشیف څخه: