په ټوله نړۍ کې په میليونو کسانو د نوروز جشن ولمانځه
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبهکه څه هم چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو دمخه به په دغه هېواد کې نوروز او نوی لمریز کال به په ځانګړو مراسمو لمانځل کيده او په دې ورځ به عمومي رخصتي وه، خو طالبانو دا رخصتي حذف کړې او نوروز یې «غير اسلامي» اعلان کړی دی.
له دې کبله په افغانستان کې د نوروز او نوي لمریز کال د پیلېدو په مناسبت هیڅ ډول رسمي پروګرامونه نه ترسره کيږي که څه هم چې خلک په خصوصي توګه او په خپلو منځو کې سره دا جشن لمانځي.
په افغانستان او ایران کې د رايج لمریز تقويم يا جنترۍ پر اساس د نوروز په جشن سره نوی ۱۴۰۴ کال پېل شو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هڅه کړې ده چې د افغانستان کې په ادارو کې قمري تقويم رسمي کړي.
هېوادونه په بېلا بېلو رسمونو او پروګرامو سره د نوروز جشن لمانځي. د نویو کاليو اغوستل، له دوستانو او خپلوانو سره ليدل او په ځانګړي توګه ماشومانو ته د سوغاتونو ورکول دود دي. په ځينو هېوادونو کې بيا سپورټي سيالۍ لکه بزکشي هم ترسره کیږي.
په افغانستان کې به د نوروز اصلي جشن د مزار شريف په ښار کې ترسره کيده چې د سخي د جنډې پورته کول یې اصلي مراسم وو. افغانستان په ۱۳۹۳کال کې د نوروز د نړیوال جشن رسمی کوربه وو او د سيمې د يو شمير هېوادونو مشرانو هم په دغه جشن کې ګډون کړی وو.
د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري ادارې (يونيسکو ) نوروز د ناملموسو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل کړی دی. د ملګر ملتونو د معلوماتو په حواله نوروز له درو زرو کلونو ډېرې مودې راهېسې په بالکان، د تور سمندرګي په حوزه، مرکزي آسيا، منځني ختیځ او نورو سيمو کې لمانځل کيږي او د نسلونو، کورنيو او ټولنو ترمنځ خواخوږي پياوړې کوي.
انتونيو ګوتېرش: نوروز د هيلو د تجديد فرصت دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، د نوروز په مناسبت يو پېغام خپور کړی دی او دا لرغونی جشن یې د طبيعت د بیرته غوړيدو، د هیلو د نوې کیدو او د نړيوال يووالي له پاره د يوه فرصت سمبول بللی دی.
نوموړي په خپل پېغام کې ټينګار کړی چې نوروز د ملتونو او ټولنو ترمنځ د يووالي، پخلاينې او متقابل درناوي د غښلتيا مناست وخت دی.
په همدې منځ کې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په امريکا کې دننه او نورو هېوادونو کې هغو کسانو ته چې دغه جشن لمانځي، مبارکي ويلې ده.
ترمپ، پخپل پېغام کې نوروز د سپرلي او نوي لمریز کال د پېل د جشن لمانځلو يو فرصت ګڼلی او د نوروز د حوزې خلکو ته یې مبارکي ورکړې ده.