د پاکستان په شمال لویدیځ کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۴, یکشنبهد پاکستان د سیمه ایز پولیسو یوه چارواکي ويلي دي د دوی د ځواکونو یوه نقلیه وسیله «د وسله والو ترهګرو» له خوا په نښه کړای شوې او وروسته یې بیا اور اخیستی دی.
تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. جهادي ډلې او بیلتون غوښتونکي د افغانستان پولې ته نږدې غریزو سیمو کې په پرله پسې ډول پولیس او پوځیان په نښه کوي.
دغه برید وروسته له هغې شوی دی چې بیلتون غوښتونکو جنګیالیو د جمعې او شنبې ترمنځ شپه کې د بلوچستان په نا ارامه ایالت کې د پاکستان ۱۸ امنیتي ځواکونه په یوه کمین کې وژلي ول.
د دې برید مسئولیت بلوچ ازادي بخښونکي پوځ په غاړه واخیست؛ هغه ډله چې په نورو ایالتونو کې هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې خونړي بریدونه ترسره کوي.
د کله راهیسې نه چې په ۲۰۲۱م کال کې طالبان په کابل کې واک ته رسیدلي دي، له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې تور لګوي چې ګواکې د هغو جنګیالیو چې د افغانستان له خاورې څخه بریدونه ترسره کوي، په لمنځه وړلو کې پاتې راغلې ده. خو طالبانو په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د امنیتي تحقیقاتي مرکز، چې مقر یې په اسلام آباد کې او د څیړونکو یوه ډله ده، د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې تر ۱۶۰۰ ډیر کسان چې ۶۸۵ یې ملکي وګړي ول، په دا ډول بریدونو کې وژل شوي دي.
دا (۲۰۲۴م کال) په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان کې د تلفاتو له پلوه یو تر ټولو خونړی کال و.