بلوچستان: وسله والو د پولیسو پر يوه مرکز هجوم ور وړی
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سهشنبهد چارواکو په حواله دا پېښه نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱) د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سيمه ایز حکومت يوه چارواکي جان محمد، وويل چې له امنيتي چارواکو سره په نښتو کې يو شمیر وسله وال هم وژل شوي دي.
اړونده موضوع: بلوچستان: د پوځي ښوونځي پر سروس موټر ځانمرګي بريد کې د ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي
د بلوچستان د حکومت يوه وياند شاهد رند، وويل چې د بريد کوونکو د تعقيبولو په موخه عمليات پيل شوي دي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلي د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی خو شک یې د تل په څېر په سيمه کې د فعالې «بلوچ ليبريشن آرمي» په نوم منع شوې ډلې باندې کيږي. امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۱۹م کال کې دا ډله د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړې وه.
اړونده موضوع: په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
بلوچستان له اوږدې مودې راهېسې د بیلتون غوښتونکو ډلو له لوري چې له مرکزي حکومت څخه خپلواکي غواړي، د ټيټې کچې له شورش سره مخامخ دی. په دغه ايالت کې د پاکستاني طالبانو ډله «تحريک طالبان پاکستان» او د داعش ډله هم فعاليت کوي.