مک کنزي: ایران د امریکا او متحدینو له پاره ورځنی ګواښ دی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبهپه منځني ختیځ او شمالي افریقا کي د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال مک کنزي د سې شنبې په ورځ د امریکا د نظامي کمېټې په غونډه کي، ایران د امریکا او د هغه د متحدینو له پاره ورځنی تهدید وباله.
هغه ويلي دي چي د ایران په ملاتړ د یمن حوثيانو له جنورۍ راهیسي د څه د پاسه ۱۵۰ بالستیک، د لیري واټن ویشتونکي کروز توغندیو او همدارنګه بې پیلوټه الوتکو په مرسته د سعودي عربستان پر نظامي مرکزونو، غیرنظامي اهدافو او زیربناوو باندي بریدونه کړي دي.
مک کنزي همدارنګه خبرداری ورکړی چي د کشفي عملیاتو او همدارنګه برید له پاره له کوچنیو او متوسطو بې پیلوټه الوتکو څخه د ایران استفاده په دې معنی ده چي د کوریا له جګړې راهیسي د اول وار له پاره امریکا د عملیاتو د ترسره کولو پر وخت پرته له بشپړي هوايي برترۍ څخه ده.
د سنت کام قوماندان زياته کړه: « تر هغه وخته پوري چی موږ ونه سو کولای د بې پیلوټه الوتکو د کشف او له منځه وړلو له پاره د تونايي شبکې ته پراختیا ورکړو، برید کوونکي به برلاسي وي.»
په تیرو ورځو کي په ویانا کي له ایران سره د څلور جمع یو هیوادونو (بریتانيا، فرانسې، روسیې، چین او آلمان) خبرو اترو ادامه درلوده. د دغو خبرو اترو هدف، اتومي تړون ته بیرته راګرځیدل او هغه ډول چي امریکا يې غواړي، د ایران د راکټي برنامو په اړه پراخ اقدامات او همدارنګه په سیمه کي د ایران فعالیتونه دي. د خبرو اترو دغه پړاو د سې شنبې په ورځ پای ته ورسید.
په دغو خبرو اترو کي د امریکا استازو هم ګډون کړی وو، خو له ایران سره یې له مستقیمو خبرو څخه ډډه وکړه. د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سالیوان د یکشنبه په ورځ فوکس نیوز ته وویل چي دغه خبري اتري تر اوسه پوري رغنده وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس هم د دغو خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته د سې شنبې په ورځ هغه مثبتي وبللې خو په عین حال کی یې ټینګار وکړ چي لا اوږده لار په مخکي ده.
PG/NZ/DW.Online