امريکا په منځني ختيځ کې د خپل سفارتي کارکوونکو شمېر کموي
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې د منځني ختیځ په بالقوه «خطرناکه» سيمه کې به د امريکا د سفارتي پرسونل شمیر کم کړل شي.
نوموړي وويل چې دا ګام ځکه پورته کوي چې له ایران سره د اتومي خبرو په برخه کې خنډ او ځنډ د امنيتي وضعيت د خرابيدو ګواښ رامنځته کړی دی.
ترمپ، چې کله په واشنګټن کې د خبريالانو له لوري د پرسونل د راکمولو په اړه وپوښتل شو، نو ویې ویل: «ښه نو دوی به را وايستل شي ځکه دا [منځنی ختيځ] يو خطرناک ځای کيدای شي.» هغه وويل: «موږ د وتلو لارښوونه کړې ده او و به ګورو چې څه پيښيږي.»
اړونده موضوع: ایران: که واشنګټن واقعیتونه له پامه ونه غورځوي، اتومي هوکړه ممکنه ده
کله چې ترې وپوښتل شول چې په سيمه کې به ترينګلتياوې څرنګه راکمې شي، نو نوموړي زیاته کړه: «ډېر ساده، دوی [ايران] نه شي کولی اتومي وسلې ولري. موږ به د دې اجازه ور نه کړو.»
د رپوټونو په حواله په عراق کې د امريکا سفارت د قمسي تخلیې له پاره چمتووالی نيسي او په بحرين او کویت کې بيا پخپله خوښه د وتلو اجازه ورکړل شوې ده.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت تازه پرمختګ ته په کتلو سره د چهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د سفر په اړه لارښوونې هم تازه کړې دي.
په دې اړه نوي سند کې راغلي: «د جون پر ۱۱مه نيټه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ایزو ترينګلتياو د ډېريدو له کبله د امريکا د حکومت غير اجل پرسونل ته د وتلو لارښوونه کړې ده.»
اړونده موضوع: د ملګرو ملتونو د اتومي پروګرام څارونکو د ایران د نه همکارۍ له کبله انتقاد کړی
ترمپ، په وار وار سره د اتومي پروګرام په تړاو خبرو اترو د ناکاميدو په صورت کې پر ایران باندې د بريد ګواښ کړی دی.
د امريکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وويل چې په دې اړه ډېر ډاډه نه دی چې تهران د يورانيمو د غني کولو پروسې درولو سره توافق وکړي چې د متحده ایالاتو اصلي غوښتنه ده.
د ایران د دفاع وزیر عزیز ناصرزاده، د چهارشنبې په ورځ وويل که چې چېرې پر ايران حمله کیږي نو په سيمه کې د متحده ایالاتو پر اډو باندې له بريد سره به ورته غبرګون وښوول شي. امريکا پر نورو سربیره په عراق، کویت، بحرين، قطر او متحده عربي اماراتو کې پوځي اډې لري.