د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو بدل کې ۳ اسرائیلي یرغمل شوي خوشی شول
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبهحماس د شنبې په ورځ درې نارینه یرغمل شوي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ له بریدونو وروسته په غزې تړانګه ول، خوشی کړي دي.
اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې امریکايي-اسرائیلي تبع کیت شیګل د غزې ښار په شمالي برخه کې سره صلیب ته سپارل شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي سیګل په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو او امنیتي چارواکو پر لور د حرکت په حال کې دی.
سیګل چې په اصل کې د شمالي کارولینا اوسیدونکی دی له خپلې ښځې اویوا سیګل، سره یوځای له «کیبوتس» کلي څخه یرغمل نیول شوی و. د نوموړي میرمنه د ۲۰۲۳م کال د اوربند د موافقې په ترڅ کې خوشی شوې وه.
تیره ورځ هم ۸ تنه اسرائیلي یرغمل شوي له ۱۱۰ فلسطیني بندیانو سره تبادله شوي ول.
دوه یرغمل شوي اسرائیل ته ستانه شول
دوه تنه خوشی شوي اسرائیلیان د حماس ترهګرې ډلې له خوا د غزې په سویل خان یونس کې سره صلیب ته تر سپارل کیدو وروسته د اسرائیل دفاعي ځواکونو (آی ډي اف) او د دغه هیواد امنیتي چارواکو (آی اس ای) ته سپارل شوي دي.
اسرائیلي پوځ ویلي دي چې دوه یرغمل شوي اسرائیل ته د بیرته ستنیدو په حال کې دي «چې هلته به یې ابتدایي طبي معاینات ترسره شي.»
اسرائیلي پوځ وروسته د دغه هیواد له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دغه یرغمل شوي کسان د اسرائیل له پولي اوښتي دي او د منل کیدو د یوه لومړني مرکز پر لور د حرکت په حال کې دي.