د المان صدراعظم: اسرائیل دې غزه کې بشري مرستو ته اجازه ورکړي
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبهد المان د حکومت ویاند شټیفن کورنیلیوس، له دغو تلیفوني خبرو اترو وروسته وویل چې اړینه ده اسرائیل په عاجل ډول غزې تړانګې ته د مرستو رسولو ته اجازه ورکړي او په مصئون ډول د دغو مرستو ویشل کیدل تضمین کړي.
د مرستو ترلاسه کولو پر مهال د ۳۰ کسانو وژل کیدل
میرڅ دغه څرګندونې په داسې وخت کړي دي چې حماس، پر اسرائیلي ځواکونو تور لګولی دی چې د یکشنبې په ورځ یې د مرستو د ویشل کیدو په ځای کې، په داسې حال کې چې خلک د مرستو ترلاسه کولو ته په انتظار کې ول، ډزي کړي او ۳۰ کسان یې وژلي دي.
حماس د اسرائیل، المان، اروپایي اتحادیې، امریکا او څو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوی دی.
د المان صدراعظم همدارنګه له خپل ځان څخه د اسرائیل د دفاع حق په اړه د خپل هیواد دریځ تکرار کړ او ویې ویل چې حماس باید یرغمل شوي خوشي کړي او بې وسلې شي.
خو میرڅ، په دې وروستیو کې د اسرائیل د حکومت پر وړاندې خپله لهجه سخته کړې ده او په غزه کې د بشري ناورین وضعیت ته په کتلو سره یې د دغه هیواد پوځي ستراتیژي تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.
میرڅ، او د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، په دې باور دي چې اسرائیل د فلسطین ملکي خلکو ته د اسرائیل-امریکايي نوي سازمان له لارې د مرستو د تامین په هکله خپله ژمنه نه ده عملي کړې. دې سازمان د می میاشتې له ۲۵ نیټې څخه فعالیت پيل کړی دی.
د غزې د روغتیا سازمان چې د حماس تر کنترول لاندې دی د معلوماتو له مخې د غزې په جګړه کې تر اوسه پورې له ۵۳ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.
مرستندویه سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی دی چې د غزې اوسیدونکي د مرستو د بندیدو له کبله د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.