مولانا خانزيب په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبهدا وسله وال بريد نن پنجشنبې په باجوړ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د مولانا خانزيب، د جولای د ۱۳مې نيټې له پاره د ولسونو له لوري په باجوړ کې د پلان شوي امن پاڅون له پاره په کمپاين بوخت وو.
د عوامي نیشنل ګوند (ای ان پي) ګوند چې نوموړې یې د مرکزي کمیټې او علماوو د چارو مرکزي سيکرتر وو، هم د نوموړي د وژل کیدو خبر تائيد کړی دی.
د عوامي نشنل ګوند يوه مخکښ مشر میا افتخار حسين، هم د مولانا خانزيب وژل کيدل غندلي او د خپل ګوند له لوري یې د درې ورځني وير اعلان کړی دی.
اړونده موضوع: باجوړ: د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه افسران وژلي
مولانا خانزيب د باجوړ د ناواګۍ سیمې اوسیدونکی وو او له اوږدې مودې راهېسې یې د عوامي نیشنل ګوند په ليکو کې فعاليت درلود.
نوموړي همدا راز په سیمه کې د ناامنۍ او د سيمې د وسايلو د ناسم ويش په اړه تل زړور بيانونه هم ورکول او په ولسي غونډو کې په زړورو ويناوو مشهور وو.
د نوموړي پر وژل کیدو د عوامي نیشنل ګوند پر سياستوالو سربیره يو شمير نورو فعالانو او سياستوالو هم غبرګونونه څرګند کړي او د نوموړي وژل کيدل یې غندلي دي.
د «پښتون ژغورنې غورځنګ» مشر منظور پښتين، د فيسبوک د خپلې پاڼې له لارې نوموړی د ملت يو تکړه خدمتګار بللی او د هغه پر وژل کيدو یې سخته خواشيني څرګنده کړې ده.
اړونده موضوع: ترهګري: ۲۰۲۴م د پاکستان له پاره خونړی کال وو
د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د ملي ډيموکراتيګ ګوند يا اين ډي ام مشر محسن داوړ، هم د مولانا خانزيب وژل کيدل غندلي او نوموړی یې په سیمه کې «د ملیتاريزم پر ضد يو هوډمند غږ» بللی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي دي. د همدې جولای میاشتې په دویمه نېټه د باجوړ په خار سیمه کې د یوې چاودونې په ترڅ کې د مرستیال کمشنر په شمول پنځه امنیتي کسان وژل شوی وو.