پاکستان؛ ځمکې ښوېدنې د ۷ تنو رضاکارانو ژوند اخیستی
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبهد ګلګت بلتستان د سيمه ایز حکومت په حواله پېښه د دنيور ښار د اوبو په يوه کانال کې د کار پر وخت رامنځته شوې ده. د سيمه ایز حکومت وياند فيض الله فراق، د دوشنبې په ورځ وويل چې ژغورونکو تر ځمکې ښوېدو وروسته جسدونه را ايستلي دي او ټپيان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
د ځمکې ښوېدو دا پېښه د يوه کنګل شوي جهيل له کبله د رامنځته شوي شديد سېلاب يوه ورځ وروسته شوې چې د قراقرم لويه لاره یې زيانمنه کړې وه. دغه لاره د چين او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ مهمه لاره ده.
اړونده موضوع: پاکستان: په وروستیو موسمي سيلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي
فراق، وويل چې د بيارغونې د کارونو له پاره انجينران او کارکوونکي ګمارل شوي ول او درانه ماشينونه هم په کار اچول شوي ول.
د سيمې د پولیسو يوه مشر حسن علي، وويل چې د غرونو په منځ کې غځېدلې دغه زیانمنې شوې لویې لارې ته څيرمه د ځمکې ښوېدو د پېښو له کبله په دينور ښار او شا او خوا پرتو سيمو کې يو شمیر کورونه زيانمن شوي. نوموړي وويل چې له سيمې څخه يو شمیر سېلاب ځپلي انتقال شوي دي او هغوی ته اړين خوراکي توکي هم رسول شوي دي.
ګلګت بلستان د خپلو زړه راکښونکو کنګلونو له کبله شهرت لري چې د پاکستان د زيرمه شويو اوبو کابو ۷۵ سلنه له همدې ځایه تامينيږي.
تېره اونۍ هم د سېلابونو له کبله دلته ۱۸ سېلانيانو ژوند له لاسه ورکړی وو.
اړونده موضوع: په کال کې د ۱،۵ میليون کسانو مړينه د هوا ککړتيا سره تړاو لري
د کارپوهانو په حواله د يخي د جهيلونو سېلابونه هغه وخت رامنځته کيږي چې کله چې اوبه د کنګل د ماتېدو يا زيانمېدو او يا د ډبرو د بندونو د ماتېدو په نتيجه کې خوشي شي. کارپوهان وايي چې د اقليمي بدلون له کبله د تودوخې درجې لوړېدل د پاکستان په شمال کې د کنګلونو د ویلې کیدو باعث کيږي چې په نتيجه کې یې د جهیلونو شمیر ډېريږي او حجم يې پراخيږي.
په ۲۰۲۲م کال کې هم په پاکستان کې د سختو موسمي اورښتونو په نتيجه کې تر ۱۷۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو او د کابو ۴۰ ميليارډو ډالرو مالي زيان یې اړولی وو. د روان میلادي کال د جون میاشې له ۲۶مې نیټې راهېسې په ټول پاکستان کې اورښتونو او سېلابونو تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.