د امریکا د خارجه وزیر نیوکې ته د آلمان د خارجه وزارت غبرګون
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبهد آلماند داخلي استخباراتو ادارې دغه اقدام سره مخالفت د جمعې په ورځ وروسته له هغې لا جدي شو چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، مرستیال ولسمشر جي دي وینس او میلیارډر ایلن ماسک پکې راښکیل شول. په آلمان کې دغه اقدام له بل لوري په داسې یو حساس وخت کې شوی چې دغه هېواد د دوهمې نړېوالې جګړې د پای او د نازي آلمان د بې قید و شرطه تسلیمۍ ۸۰یمه کلیزه لمانځي.
له بل لوري په پام کې ده د فیدریش مېرڅ په مشرۍ د آلمان نوی ائتلافي حکومت هم راروانه اوونۍ اعلان شي. د ائتلافي حکومت له پاره د میانه ښي او میانه چپ ګوندونو تر منځ تړون منل شوی او راتلونکې اوونۍ به پارلمان ښاغلی مېرڅ ته د رایې په ورکولو هغه د آلمان د نوي صدراعظم په توګه انتخاب کړي.
په خپله مېرڅ تر اوسه د آلمان له پاره بدیل ګوند په هکله د داخلي استخباراتو ادارې تصمیم ته په عامه توګه خپل نظر نه دی بیان کړی.
ښي اړخي افراطي ګوندونه د اروپا په سطحه د لاسته راوړنو په حال کې دي چې په دې لړ کې آلمان له پاره بدیل ګوند (اې اف ډې) هم نړېواله پاملرنه ځان ته راجلب کړې له هغې جملې ېې د ایلان ماسک چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ نژدې ملګری دی، ملاتړ په لاس راوړی دی.
د آلمان له پاره د بدیل ګوند، اې اف دې، رهبرانو لکه مېرمن الیس وایدل او تینو کرو پالا د جمعې په ورځ د آلمان د داخلي استخباراتو ادارې اقدام وغانده او هغه ېې د «آلمان پر دیموکراسۍ دروند وار» وباله.
دوی وویل: «اې اف دې به دیموکراسۍ ته د خطر پېښوونکو تورنو پر وړاندې له خپل ځان څخه قانونې دفاع ته ادامه ورکړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ترمپ مرستیال د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می دويمه) پر اکس شبکه د آلمان پر دغه اقدام نېوکې وکړې چې ولې ېې اې اف دې ګوند د یو ښي اړخي افراطي سازمان په توګه درجه بندي کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر اکس لیکلي: «آلمان د خپلو مخالفینو د څار له پاره خپلې جاسوسې ادارې ته نوي واکونه ورکړي. دا دیموکراسي نه ده، دا د جامې په بدلولو سره ظلم دی.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته د روبیو په ځواب کې په یوه پوست کې په مستقیمه توګه ولیکل: «همدا دیموکراسي ده.» زیاته شوې: «دغه تصمیم زموږ د اساسي قانون او د قانون حاکمیت د حفاظت له پاره د ېوې بشپړې او خپلواکې څېړنې پایله ده.»
په دغه پوست کې دغه راز راغلي: «... موږ له خپل تاريخ څخه دا زده کړه کړې چې ښي اړخی افراطیت اړتیا لري چې ودرول شي.»
په عین وخت کې د ترمپ مرستیال جي دي وینس هم پر اکس شبکه غبرګون وښود. هغه ولیکل: «اې اف دې په آلمان کې تر ټولو پېژندلی ګوند دی، چې تر اوسه ېې په شرقي آلمان کې تر ټولو ډېرې رایې ګټلي خو اوس بیوروکراټان غواړي چې تخریب ېې کړي.»
امریکایی میلیارډر او د ترمپ نژدې ملګری ایلان ماسک هم دغې موضوع ته غبرګون ښودلی دی. ماسک د آلمان په تېرو انتخاباتو کې له اې اف ډې ګوند څخه ملاتړ درلود. هغه د دغه ګوند مطرح مشرې الیس وایدل ته ویلي و چې یو ځل بیا پر دې ټينګار کوي چې خلک دې اې اف ډې ته رایې ورکړي.