د منهايم بريد: د يوه تکسي چلوونکي زړورتيا وستايل شوه
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهيو ټکسي چلوونکی چې په پاکستان کې زيږيدلی او بيا وروسته یې د آلمان تابعيت ترلاسه کړی، له دې کبله ستايل شوی دی چې په منهايم کې د دوشنبې ورځي د بريد په ترڅ کې یې د لا ډېر زيان اوښتو مخه نيولې وه.
د آلمان د منهايم ښاروال ويلي دي چې د پاکستان ريښې لرونکي يوه ټکسي چلوونکي د هغه موټر په مخه نیولو کې مهم نقش لوبولی چې په قصدي توګه پر خلکو ور ځغلول شوی وو. د آلمان د جنوب لوېديځ په دې ښار کې د دوشنبې ورځې په بريد کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
ښاروال کرستيان شپيشت، د آلمان د مسيحي ديموکرات (CDU) ګوند سره تړاو لرونکی سیاستوال دی، هغه ګوند چې په تازه ترسره شويو پارلماني ټاکنو کې یې ډېرې رایې ګټلي دي.
نوموړي نن، چهار شنبه سهار د قربانيان له پاره د جوړو شويو مراسمو په ترڅ کې د دغه ټکسي چلوونکي ستاينه وکړه.
اړونده موضوع: د منهايم بريد: د نامطمئن راتلونکي په اړه د خلکو ویره او نااميدي
شپيشت، د تکسي چلد منهايم بريد: د نامطمئن راتلونکي په اړه د خلکو ویره او نااميديوونکي په اړه وویل: «هغه جرائت مندانه چلن کړی، د عامل موټر یې تعقيب کړی او بالاخره یې موټر درولی او په دې ترتيب یې د نور زيان مخنيوی کړی دی.»
دا ټکسي چلوونکی له ۱۵ کلونو راهېسې په آلمان کې ژوند کوي او د مسلمانو په احمديه مذهبي ټولنه پورې تړاو لري.
شپيشت، خبريالانو ته وويل: «ما ته وويل شول چې دی وايي چې د يوه مسلمان او د دې ښار د يوه اوسيدونکي په توګه یې دومره په زړورتيا سره چلن کړی دی.»
د منهايم پلټونکو د پېښې سياسي او يا ترهګريزه انګیزه رد کړې ده.
شکمن عامل د ځان وژنې تر هڅې وروسته ونيول شو
د منهايم د څارنوالۍ له خوا يوې خپرې شوي اعلامیې په حواله ۴۰ کلن شکمن عامل چې آلمانی دی او د ګاونډي ايالت راينلند فالڅ اوسيدونکی دی، په داسې حال کې ونيول شو چې د پېښې له ځايه یې د تېښتې هڅه کوله.
په اعلاميه کې زياته شوې ده چې هغه له موټره ښکته شوی وو او هڅه یې کوله پياده وتښي خو لږ وروسته ونيول شو. زياته شوې ده چې هغه په خوله کې د فاير کولو سره د ځان وژنې هڅه هم کړې وه.
اړونده موضوع: په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو
په اعلاميه کې راغلي دي چې هغه لومړی د درملنې په موخه روغتون ته بيا د سې شنبې په ورځ د پوليسو توقيف ځای ته انتقال شو.
چارواکو ويلي دي چې شکمن عامل له رواني ستونزو هم کړيږي. پلټونکي يې په اړه هم جدي څېړنې کوي.
د چارواکو په حواله دغه کس د قتل د دوو او قتل د هڅې د پنځو مواردو چې په هر يوه کې د سختې جسمي صدمې رسولو هڅه شوې او د جسمي صدمې رسولو د ۱۱ مواردو له کبله تر پوښتنو ګرويږنو لاندې دی.
چارواکو ويلي دي: «د دې کس له موټر او کور څخه د کشف شويو وسايلو چې وسله، کتبي اسناد او ديجيتالي ډېټاګانې پکې شاملي دي، ارزونه او قانوني تحليل روان دی.»
تر دې پېښې وروسته چې د چارواکو په حواله یې هیڅ سياسي انګیزه نه لرله، د ښار په مرکز کې د خلکو له لوري د قربانيانو په ياد ګلان ايښوول شوي دي.