ماه رنګ بلوچ؛ د نژادي اقليت د مقاومت څېره
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعهتېره میاشت نيول شوې ۳۲ کلنه ماه رنګ بلوچ، اوس د پاکستان له هغو احتجاج کوونکو مشهورو مشرانو څخه ده چې د بلوچ اقليت استازيتوب کوي.
«زموږ پلار زموږ له پاره دا پریکړه هغه وخت کړې وه کله چې یې ځان د بلوچانو حقونو ته وقف کړ او تر هغه وروسته موږ ټولو د هغه دا فلسفه خپله کړه او ځان مو دې جدوجهد ته وقف کړ.» ماه رنګ بلوچ، د کویټې له يوه توقيف ځای څخه دا خبره د خپلې کورنۍ غړو ته ليکلې وه.
د تورونو د هغه نوملړ پر اساس چې د فرانسې خبري آژانس له خوا ليدل شوی، په مارچ کې د نيول کیدو پر وخت پر نوموړې د ترهګرۍ، خيانت او قتل تورونه لګول شوي دي.
بلوچستان له ايران او افغانستان سره پوله لرونکې ايالت دی چې لږ نفوس، پراخې دښتې او غرونه لري. په هايدرو کاربنو او معدني وسايلو باندې غني دا ایالت د هېواد تر ټولو بې وزله ايالت دی. خو د مساحت له پلوه بیا تر ټولو ستر دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوچستان لیبريشن آرمي په مشرتوب د بلوچ بيلتون غوښتونکو وسله والو له خوا روان شورش سره لاس او ګريوان دي چې د پاکستاني چارواکو او چينايي پانګوالو په ګډون پر نورو دباندنیو ځواکونو باندې د سيمې د وسايلو د لوټ کولو تور لګوي.
د بشري حقونو ټولنې وايي چې حکومت د بلوچ ډلو له لوري د تاوتريخوالي ځواب په کلکو عملياتو سره ورکوري چې بې ګناه کسان پکې وژل کيږي.
د «Voice for Baloch Missing Persons» يا لادرکه بلوچانو له پاره غږ په نوم يوې غیرې دولتي ټولنې په حواله له ۲۰۰۰ م کال راهېسې تر اوسه په دغه ايالت کې ۱۸ زره کسان لادرکه شوي دي.
ماه رنګ، په ۲۰۱۸م کال کې د خپل ورور د لادرکه کیدو څلور میاشتې وروسته د «بلوچانو د يووالي کميټې» بنست ايښې وو څو د احتمالي خپلسري قتلونو، لادرکه کيدو او پخپل سر نیونو څخه اغیزمنې وې کورنۍ متحرکې کړای شي.
د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي او د سياسي چارو کارپوه افراسياب خټک، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ماه رنګ د رياستي جبر پر وړاندې د مقاومت زيږنده ده.»
د بلوچستان ايالتي حکومت يوه وياند د فرانسې خبري آژنس ته وويل: «فعالان د بشري حقونو څخه د سرغړونو او لادرکه کيدو په اړه بې بنسټه ادعاوې کوي.»
د ماه رنګ هلې ځلې د پلار د لادرکه کیدو وروسته پېل شوې
ماه رنګ لومړی د خپل پلار تر لادرکه کیدو وروسته خپل احتجاجي کمپاين په ديوه داسې سيمه کې د قبايلي دود دستور له پامه غورځولو سره پېل کړ چېرې چې له يو په دريمې برخې څخه هم لږ نجونې او ښځې د زده کړو له پاره د کوره د وتلو اجازه لري.
د «بلوچ ملي غورځنګ» مشر نسيم بلوچ، چې له ۲۰۱۱م کال راهېسې په اروپا کې په تبعيد کې ژوند کوي، وويل: «موږ وليدل چې هغې پر سړکونو خنډونه اچول، په ژړا ژړا به یې د خپل پلار د راستنولو غوښتنه کوله، تر دې حده چې کله به د پوليسو موټر تیرېده، بيا به هم د هر خنډ پر وړاندې په باتورۍ ودرېدله.»
اړونده موضوع: «پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناامنيو له وجې پوهنتونونه وتړل»
د ماه رنګ، د پلار په ګ«پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناامنيو له وجې پوهنتونونه وتړل»وليو سوری شوی جسد بالاخره د ۲۰۱۱م کال د جولای میاشتې په يوه شپه وموندل شو چې تشدد پرې شوی وو او په هماغه جامو کې وو چې پکې تښتول شوی وو.
د ماه رنګ، ۲۶ کلنې خور ناديه، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زما ورور د جسد په ليدو بې هوښه شو.» هغه زياتوي: «بيا ماه رنګ، زموږ د پلار ځای ونيوه. هغې د طب د سکالرشيب په پېسو موږ وساتلو او زموږ له مور سره یې مرسته وکړه او د بلوچانو د داعیې له پاره یې خپله مبارزه جاري وساتله.»
د نوموړې د ټولګيوالو په حواله هغې نه يوازې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، بلکې بلوچ غورځنګ یې بشپړ تغير کړ.
نسيم بلوچ، وايي: «مخکې به هر څوک له رسنيو سره له خبرو ویريدل، خو ماه رنګ، دا لاره غوره کړه او وتوانیدله چې خپل ورور را آزاد کړي. نو له دې کبله اوس د نورو لادرکه کسانو کورنۍ هم د تښتولو د غندنو جرائت کوي.»
په تیره بيا ماه رنګ بلوچ، او خور یې نادیه بلوچ، په ښکاره وايي چې د ورور د تښتولو تر شا یې د امنيتي ځواکونو لاس دی.
ماه رنګ، د محصلې په توګه هم د ناسمو کړنو پر ضد غږ پورته کړی وو. هغې د کويټه پوهنتون پر وړاندې د مظاهرو مشري هم کړې وه. دغلته د پوهنتون پر عملې تور لګول شوی وو چې د ښځو د تهديد کولو په موخه د هغوی پټې ويډيوګانې جوړوي او څو کسان د ويډيو کولو پر وخت نيول شوي هم ول.
د پلار د قتل، يوه ورور د تښتول کيدو او د بې وزلۍ د ماشومتوب سره، د ماه رنګ، کیسه د بلوچستان د لیرې پرتو سيمو د کورنيو له کیسو سره سمون خوري.
خور یې وايي: «خلک ماه رنګ، ځکه پيژني چې هغه هم د دوی په څېر درد څخه کړيږي.»
د ماه رنګ، د يوه ۵۵ کلن خپلوان محمد ګل، په حواله: «بلوچان هغې ته د هیلو د يوې وړانګې په توګه ګوري، يوه رښتوني مشره چې مسئولين ننګوي.»
بلوچ وسله وال د بلوچستان د آزادۍ غوښتنه کوي چې د دې له پاره هغوی د اورګاډي د يرغمل نيولو په څير سترو بريدونو باندې لاس پورې کوي خو د «بلوچانو د يووالی کمیټه» د عدم تشدد له لارې او د فدرالي دولت په چوکاټ کې دننه د مذاکراتو له لارې د حل رامنځته کولو پلوي کوي.
اړونده موضوع: بلوچستان: پر ریل په برید کې ډېر کسان وژل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي
ماه رنګ بلوچ، هغه وخت د نړيوالو پام ځانته را وګرځاوه چې د يوه بلوچ ځوان د احتمالي خپلسري وژنې پر ضد یې له بلوچستان څخه نيولې تر اسلام آباد پورې د ۱۶۰۰ کیلومترو څخه هم د اوږده «لانګ بلوچ مارش» يا بلوچانو د اوږده مارش مشري وکړه.
د خپلو هلو ځلو له کبله هغه د ۲۰۲۴م کال د ټايم مجلې د ۱۰۰ هغو کسانو په ليست کې شامله شوه چې د خلکو هیلې ور پورې تړلي دي. خو نوموړې د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره سفر ونه کړای شو ځکه چې له هېواد څخه د وتلو اجازه ور نه کړل شوه.
د نوموړې په مارشونو کې په زرونه ښځې ګډون کوي چې څو ورځې پرله پسې پرلت کوي.
په لندن کې ميشته سياسي سياينس پوهه عایشه صديقه، وايي: «پر دوې [ښځو] باندې د زور زياتي، د هغوی د نیولو او تښتولو امکانات لږ وي.» خو په دې وروستيو اونیو کې ولیدل شول چې ډېرې مظاهره کوونکې بندیانې شوې.
د ماه رنګ بلوچ، خور نادیه وايي چې ماه رنګ د مبارزې د دوام له پاره لا دمخه خپله کورنۍ چمتو کړې ده، «چې ښايي يوه ورځ به هغه هم وتښتول او يا ووژله شي.»