مادورو امریکا ته د وسله وال مقاومت ګواښ کړی دی
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبهد ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په کارائیب سمندر کې د امریکا پوځي حضور «په تیره یوه پیړۍ کې تر ټولو ستر ګواښ» بللی دی. نوموړي په یوه خبري ناسته کې بهرنیو خبریالانو ته وویل: «ونزویلا له یوه داسې تر ټولو لوی ګواښ سره مخامخ دی، چې زموږ براعظم په وروستیو سلو کلونو کې نه دی تجربه کړی.»
مادورو زیاته کړې ده: «اتو جنګي بیړیو له ۱۲۰۰ توغندیو او یو اټومي اوبتل سره ونزویلا په هدف کې نیولی دی. دغه ناپيژندل شوي ګواښونه، د نه توجیه وړ، غیر اخلاقي او په بشپړ ډول جنایتکارانه دي.»
نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د حملې په صورت کې به هیواد یې پر وسله وال مقاومت لاس پورې کړي. هغه ګواښ وکړ: «که پر ونزویلا برید وشي، موږ به سمدستي له خپلې خاورې څخه د دفاع له پاره پر وسله والې جګړې لاس پورې کړو.»
د ونزویلا ولسمشر زیاته کړه هغه به په داسې حالت کې «د اساسي قانون مطابق د وسله وال جمهوریت» اعلان وکړي.
امریکا مادورو د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس درلودلو تورنوي
په دې وروستیو اونیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی. د رسنیو د رپوټونو په حواله امریکا د نشه یي توکه د قاچاقبرانو د مخنیوي په خاطر څو جنګي بیړۍ د ونزویلا هیواد کارائیب سواحلو ته استولي دي.
خو واشنګټن تر اوسه پورې د ونزویلا پر خاورې د برید کولو خبره نه ده کړې.
سربیره پر دې امریکا د داسې معلوماتو له پاره چې د مادورو د نیول کیدو سبب شي جایزه دوه برابره او ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسولې ده.
د امریکا متحده ایالاتو قضایي نظام د ونزویلا ولسمشر د مخدره موادو په نړیوال قاچاق کې په لاس درلودلو تورنوي.
مادورو غواړي لا زیات ملیشه جذب کړي
مادرو په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې غواړي لا زیات ملیشه جذب کړي. د هغه په خپله وینا د ونزویلا ملیشه اوسمهال شاوخوا ۴،۵ میلیونه غړي لري.
په دغو ملیشه و کې د پوځ ریزف ځواکونه، د واکمن سوسیالیست ګوند غړي، د دولتي شرکتونو کارکوونکي او متقاعدين شامل دي. خو سره له دې د امنیتي چارو کارپوهان د دغو ځواکونو واقعي جنګي وړتیا ته د شک په سترګه ګوري.
مادورو د ۲۰۲۴م کال د جولای په شخړیزو ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا د ونزویلا د ولسمشر په توکه وټاکل شو؛ هغه انتخابات چې مخالفین او خپلواکو بنسټونو یې تر پوښتنې لاندې راوستلو له پاره معتبره شواهد وړاندې کړي دي.
امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې او د لاتین امریکا یو شمیر هیوادونو د مادورو رقیب ادموندو ګونزالس، چې اوسمهال په هسپانیا کې په تبعید کې ژوند تیروي، د ونزویلا د قانوني ولسمشر په توګه په رسمیت پيژندلی دی.