ترمپ او مکرون: په اوکراين کې په څو اونيو کې اوربند ممکمن دی
۱۴۰۳ اسفند ۷, سهشنبهپه اوکراين کې ممکنه سوله ایزې حللارې ته د چمتوالي نړيواله سيالي پېل شوې ده. د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره تر ليدنې کتنې وروسته د خپل کوربه په څېر په دې آند دی چې په اوکراین کې د څو اونیو په موده کې اوربند امکان لري، د نظر پر هغو اختلافاتو سربیره هم چې امريکا او اروپا یې د مثال په توګه د اوکراين له پاره د امنيتي تضمينونو په تړاو لري.
د اړخ يا لوري پر سر دا لانجه د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم راڅرګنده شوه. فرانسې او بریتانيا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې خپل د ويټو حق ونه کاروه او په دې توګه یې د امريکا د لوري د وړاندې شوي پريکړه ليک سره مرسته وکړه. دې پريکړه ليک ته چې محتوا یې مسکو پلوه وه، روسیې او چين مثبته رايه ورکړه.
هغه وړاندیز چې روسیه یې په دې شخړه کې «يرغلګره» يا «متجاوزه» بللې وه، د امريکا رایه یې ترلاسه نه کړه او له ماتې سره مخ شو.
د م.م.عمومي اسامبلي له امريکا سره موافقه نه وه
د ملګرو ملتونو دا تر ټولو ځواکمنه شورا چې ۱۵ غړي لري، د يو شمیر پريکړه ليکونو تر ويټو کولو وروسته یې اوس په لومړي ځل پر اوکراين باندې د روسیې تر يرغل وروسته په دې تېرو دريو کلونو کې د دې جګړې په اړه لومړی ګډ توافق کړی دی.
اړونده موضوع: د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون
خو برعکس د امريکا د حکومت يو ورته محتوا لرونکی پريکړه ليک د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړيو هېوادونو له لوري نه وو منل شوی.
د ترمپ، د سلف جو بایدن، د حکومت پر وخت متحده ایالات د اوکراين د جګړې تر ټولو مهم ملاتړي او د وسلو ليږدونکي ول.
په ملګرو ملتونو کې له خپل دیپلوماتیک نوښت سره، ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراین په تړاو د خپلې لهجې او بيانیو د بدلولو او د کريملن مشر ولاديمير پوتین، لوري ته یې اړول واضح کړل.
د پريکړه ليک په مسوده کې چې د «سولې پر لوري لاره» عنوان ورته ورکړل شوی وو، روسیه پکې د جګړې «پارونکې» يا «يرغلګره» نه ده بللې شوې، د روسیې د ځواکونو د وتلو غوښتنه پکې نه ده شوې او نه هم پکې د اوکراين د ځمکمنۍ بشپړتيا يادونه شوې ده، بلکې پرته له دې چې کوم شرطونه ياد شي، د جګړې په چټکه توګه د ختمولو توصيه پکې شوې ده.
مکرون له مهم بدلون څخه خبره او پر ځان نیوکه وکړه
د فرانسې ولسمشر ايمانویل مکرون، په دې آند دی چې د سولې لاره اوس معلومه شوې ده. نوموړي په واشنګټن کې له ولسمشر دونالد ترمپ، سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل: «زه فکر کوم چې دا نن زموږ په بحث کې يوه مهمه موضوع وه.»
نوموړي له «پام وړ پرمختګونو» څخه خبره وکړه. د امريکا د «فوکس نيوز» شبکې سره په مرکه کې نوموړي وويل چې په «راتلونکو اونیو کې» د اوربند د رامنځته کیدو امکان دی. ترمپ، تر دې دمخه ويلي ول چې د اوکراين جګړه کيدای شي په «يو څو اونيو کې» پای ته ورسيږي.
مکرون، همدا شان د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه د جګړې د پېليدو ترمخه له روسیې او اوکراين د جګړې له مخکنيو پړاوونو سره د اروپايانو د چلن په اړه انتقادي نظر څرګند کړ. مکرون، وويل چې د اوکراين په ختیځ کې د سيمو د الحاق او همداراز د تورې بحيرې د نيمه ټاپو کريميا له روسیې سره د شاملولو په ترڅ کې رامنځته شوی د اوربند تړون د روسیې له لوري په کراتو مات شوی وو. هغه وويل: «او موږ هیڅ غبرګون نه وو ښوولی – په ځانګړي توګه زموږ له خوا.»
اړونده موضوع: روسي چارواکي: د روسيې-امریکا د سولې مذاکرات پای ته ورسېدل
مکرون وويل چې درې کاله دمخه ترسره شوی اشغال د «مخنیوي د نه شتون» له کبله رامنځته شوی. مکرون، په دې ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د اوربند د يوه موقتي او يا اوږدې مودې د تړون په تعقیب باید د پايداره سولې په هکله خبري وشي. هغه وويل چې په دې ترڅ کې بايد امنيتي تضمينونه مطرح وي.
مکرون، وويل چې د روسیې په مقابل کې بايد اوکراين د څه نا څه ۸۰۰ زرو عسکرو يو پوځ ولري. هغه همدا شان زياته کړه چې پر دې سربیره نوموړی له بريتانيا سره په ګډه د سوله ساتي ځواک پر يوه وړاندیز باندې کار کوي، په هغه صورت که يې د شتون غوښتنه وشي.
مکرون، همدا زار وویل چې په پای کې باید د سولې يو تړون رامنځته شي چې پکې د ځمکو د ويش او د بيارغاونې په تړاو پوښتنې هم مطرح وي. د مکرون، په خبره دا هم بايد روښانه وي چې د روسیې له لوري له تړون څخه د سرغړونې په صورت کې به د امريکايانو يووالی تر کومه بريده وي.
د ترمپ لومړی اروپايي مېلمه
مکرون، چې ترمپ، یې په تکراري توګه «دوست» وباله، لومړی اروپايي مشر دی چې دونالد ترمپ، ورته د امريکا د ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې په ترڅ کې هرکلی کوي.
مکرون، په دې خبرو اترو کې ټینګار وکړ چې د اوکراین خپلواکي د معاملې يا خبرو اترو وړ نه ده. نوموړي وويل: «سوله نه بايد د اوکراين د تسليميدو په معنا وي.»
پر دې سربیره نوموړي په تکرار سره وویل چې د روسیې او امريکا د استازو ترمنځ د اوکراين په تړاو په تازه خبرو اترو کې څنډې ته کړل شوي اروپايان بايد د حللارې برخه واوسي – د مثال په توګه د سوله ساتي ځواک د چمتو کولو له لارې.
اروپايي سوله ساتي د روسيې له پاره د منلو وړ دي؟
د دونالد ترمپ، د تصور پر اساس به د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، له دې ډول ځواک سره موافق وي.
ترمپ، په دې تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل: «هو، هغه [پوتين] به دا ومني.» ترمپ، زياته کړه چې له پوتين، سره په دې اړه غږيدلی دی.
واشنګټن ته د مکرون د سفر څو ورځې دمخه د ولسمشر پوتين، او ترمپ ترمنځ او همداراز د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو او د هغه د روسي سيال سرګې لاوروف، ترمنځ تليفوني خبرې اترې شوې وې.
دا چې اوکراينيان او د هغوی اروپايي متحدين په دې خبرو اترو کې شامل نه ول، نو له دوی سره په دې تړاو اندېښنه پيدا شوې وه چې امريکا او روسيه به د اصلي اغیزمنو پرته هر څه سره سرته ورسوي.
اړونده موضوع: د پاريس غونډه: د اوکراين په اړه د ځوابونو پر ځای د نورو پوښتنو رامنځته کیدل
د ترمپ، د خپلو خبرو په حواله، دی غواړي چې په روانه او يا هم راتلونکې اونۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، سره وګوري. په دې تړاو نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
ترمپ، وويل چې دلته پر نورو سربیره په اوکراين کې پرتو اومو موادو ته د امريکا د لاس رسي په اړه د توافق موضوع مطرح ده چې زيلنسکي غواړي پخپله یې لاسليک کړي.
امريکا او اوکراين له څو اونیو راهېسې د دې تړون په اړه سره په جنجال کې دي. زیلنسکي، په لومړي سر کې د دې ډول يوه سند له لاسليکولو انکار کاوه، ځکه دی یې شرطونه ظاهراً د اوکراين په ګټه نه ګني.
پر دې سربیره نوموړي د امنيتي تضمينونو د نه شتون خبره هم وکړه چې د نوموړي حکومت یې په ځانګړي توګه غوښتنه کوي.
د اوکراين د دولتي تلویزيون په حواله کيف په دې منځ کې د اوکراين خامو موادو ته د امريکا د لاس رسي په تړاو د يوه تړون بشپړه شوې نسخه سپارلې ده.