«دافغانستان څخه د ځواکونو وتل د سولي په پروسې پوري مربوط دي»
۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبههایکو ماس دغه خبره پرون سه شنبه (د فبرورۍ دوهمه) په برلین کي د آلمان د »څايت«، »تاګس بلت«، »هندلز بلت« او »ويرتشفس ووخه« ورځپاڼو د »اروپا ۲۰۲۱« په نوم ډیجیتلي فوروم پرمهال وکړه. هغه زياته کړه: «موږ باید دغه دواړه پروسې یو دبل سره مرتبطي کړو، یعني د افغانستان څخه د خارجي قواوو وتل د سولي د پروسې د تکمیلیدو سره.»
د جرمني د سوسيال ډموکراټانو دغه سیاستمدار ټینګار وکړچې «سړی نه باید د یوه غلام په حیث د اپریل میاشتي په اخره پوري ځان وځړوي.» ماس دغه خبره د امریکا متحده ایالاتو د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ هغي وعدې ته په اشارې سره وکړه، چي طالبانو ته یې ورکړې او ویلي وو چې « ټول خارجي قواوي به تر هغه وخته پوري د افغانستان څخه وتلي وي.»
ماس اضافه کړه: «که د سولي پروسه تکمیله سوې وي او هغه هم په بریالیتوب سره، بیا نو ددې وخت رارسیدلی دی، چي خارجي نظامي قواوي د افغانستان څخه وایستل سي.»
د جرمني خارجه وزیر دا هم وویل چي د سولي مذاکرات «ډیر زیات سخت» دي او د اپریل تر اخره پوري نه خلاصیږي. په خبره یې زموږ تشویش دادی، چي « طالبان به دا یوه پلمه ونیسي او د سولي د مذاکراتو څخه به ووزي او بیا به نو د افغانستان د مسلې لپاره خامخا یوه نظامي حل ولټوي.»
ماس ټینګار وکړ چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو په موضوع کي د امریکا متحده ایالاتو سره د یو ګډ حل پیدا کول ضروري دی. دا هغه څه دي، چي نوي جمهوررئیس، جو بایدن ورباندي ټینګار کړی دی.
ماس د ترمپ د حکومت له خوا د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر یوه طرفه فیصلې باندي هم انتقاد وکړ. ځکه په خبره یې د آلماني عسکرو امنیت په هغه نظامي مهارتونو او توانايي پوري مربوط دی، کوم چي امریکايی قواوي یې هلته لري. نوموړي وويل چې که امریکايان خپل ځواکونه وباسي، کوم چي د ناټو متحدینو سره په هماهنګۍ کي نه وي، بیا به نو هلته امنیتي وضعیت فوق العاده نامطمیینه وي او د آلماني عسکرو نور هلته پاته کیدل به هم مسؤلانه نه وي.