د ميلیونو يورو گټونکی د خپل انعام اخيستو ته حاضر نه شو
۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبهډیری هغه کسان چې لاتري کوي، په دې اړه فکر کوي چې که لاتري وگټي نو هغه به یې د دندې وروستۍ ورځ وي او په يوه عصري او لولکسه کښتۍ کې به په سفر پېل وکړي.
خو د يوه آلماني لاتري کوونکي له پاره د دې خوبونو د رښتيا کولو وروستۍ ضرب الاجل د نوي ميلادي کال په شپه پای ته ورسيد ځکه چې دغه کس په لاترۍ کې د کټل شويو ۱۱،۳ میليونه يورو ټکټ وړاندې نه کړای شو.
د «ټوټو – لوټو» په نامه د لاتري د خدماتو ایالتي مشر گیورگ واکر د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «تر اوږده لټون وورسته موږ تر اوسه دا هیله درلودله چې دغه خوشبخته گټونکی [گټونکې] ته د هغه انعام ور وسپارو.»
د لاتري دغه نامعلومه گټونکي د خپل انعام د ترلاسه کولو له پاره چې د ۲۰۱۷م کال د اپريل پر لومړۍ نیټه اعلان شوی وو، درې نيم کاله وخت درلود. د «ټوټو- لوټو» له خوا په منظم ډول پر اعلانونو سربیره هم دغه گټونکې يا گټونکی د خپل انعام د ترلاسه کولو له پاره مراجعه ونه کړه.
د «مونشنر مرکيور» ورځپاڼې په حواله د لاتري دغه ټکټ د ۲۰۱۷م کال د مارچ د ۲۹ او اپريل د لومړۍ نيټې ترمنځ موده کې اخيستل شوی وو. د لاترۍ تر اعلانيدو درې ورځې وروسته د بادن- وورتمبیرگ ايالت د لوټو خدماتو د تويتر له لارې د گټونکي د احتمالي موقعيت په گډون د انعام په اړه معلومات خپاره کړل.
لادرکه طلايي ټکټ
د لاترۍ دغه ټکټ د آلمان په جنوب کې د شتوتگارد ښار ته په څيرمه پراته ښار گوټي ريوتلنگن کې رانيول شوی وو خو نه په آنلاين بڼه او نه هم د يوه راجستر شوي رانيونکي له خوا. دا په دې معنا ده چې د قمار دغه سازمان د گټونکي سره د تماس هیڅ لاره نه درلودله او د انعام د پېسو د سپارلو له پاره د ټکټ په فزيکي توگه ښکاره کولو ته اړتيا وه.
له گټل شويو پېسو سره به څه کيږي؟
واکر د «ډېر شپيگل» مجلې ته وويل چې دغه پيسې به له هغو انعامونو سره شامل کړل شي چې بل وار یې د گټلو له پاره لاتري کيږي که هغه نغدې پېسې وي او که موټرونه.
په آلمان کې د لاتري گټونکی کولی شي د دريو کالونو په موده کې خپل گټل شوی انعام ترلاسه کړي.
واکر له مجلې سره په خبرو کې وويل چې داسې کله پيښيږي چې د گټل شوي انعام د ترلاسه کولو له پاره دې څوک حاضر نه شي، خو هغه زياته کړه چې دا ښايي په آلمان کې لومړی ځل وي چې د دومره لوی انعام ترلاسه کولو ته څوک حاضر نه شي.
ب. ص/ ن. ز (dpa/AFP)