سوډان: د ځمکې ښوېدو په پېښه کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبهد سوډان په لویدیځ دارفور سيمه کې د ځمکې ښوېدو يوې ناوړه پېښې يو کلی په بشپړه توګه ويجاړ کړی دی. په دې پېښه کې تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. دا خبر د دوشنبې په ورځ هغه ياغي ډلې ورکړی دی چې دغه سيمه یې تر ولکې لاندې ده.
اړونده موضوع: په میانمار کي مځکي ښویدني د ۱۱۰ تنو ژوند اخیستی
کلی په بشپړه توګه ويجاړ شوی؛ يوازې يو کس ژوندی پاتې دی
د سوډان د آزادۍ غورځنګ يا پوځ په حواله دا پېښه د يکشنبې په ورځ د تاراسين په کلي کي چې د مارا په غرونو کې پروت دی، د څو ورځو پرله پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.
دغه ياغي ډلې ويلي دي چې تر دې ناورين وروسته د کلي يوازې يو اوسيدونکی ژوند پاته شوی دی.
دې ډلې زياته کړې: «لومړي معلومات ښيي چې د کلي ټول اوسيدونکي مړه شوي دي، چې تر زرو ډېر کسان اټکل شوي، يوازې یو یې ژوندی پاته دی.»
همدا راز زياته شوې چې کلی «په بشپړ ډول هوار شوی دی.» دې ياغي ډلي له ملګرو ملتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو غوښتنه کړې ده چې د قربانیانو جسدونو په را ایستلو کې دې مرسته وکړي.
په سوډان کې وار په وار خرابيدونکی بشري وضعيت
سوډان دمګړۍ د خونړۍ کورنۍ جګړې په دريم کال کې دی او د نړۍ له تر ټولو ناوړو بشري بحرانونو څخه یې يو تجربه کوي. د دارفور په ځينو برخو کې قحطي اعلان شوې ده.
د دارفور په شمال کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواک يا آر اس اف ملیشو ترمنځ د جګړې له کبله تښتيدلي خلک په مارا غرونو کې پناه اخلي، هغه سيمه چېرې چې خوراکي توکو او درملو ته لاس رسی محدود دی.