د ایران په البرز کې د غاټول ګلانو زړه راښکونکي انځورونه
د هر کال په پسرلي کې د ایران د البرز ولایت په اسارا سیمه کې د خاټول يا غاټول ګلانو فیستیوال دی. سږ کال هم په مختلفو رنګونو کې د غاټول ګلانو ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره بوټو په زرګونو سیلانیان دغې سیمې ته را جلب کړي دي.
د البرز په ولایت کې د اسارا غریزه سیمه د ایران د یوه تر ټولو زړه راښکونکي مسیر (چالوس سړک) له طریقه له پلازمېنې تهران څخه د موټر په وسیله یو نیم ساعت واټن لري.
آسارا د البرز ولایت د کرج ښار یوه له درو برخو څخه ده چې ۲۱ کلي لري او د کال په مختلفو فصلونو کې ډیر شمیر سیلانیان ځان ته را جذبوي.
د آسارا بخش په همدې نوم یعنې آسارا یو ښار، او ۳ کلي لري چې عبارت دي له آدران، آسارا او نسا. د دې سیمې د اصلي اوسیدونکو شمیر شاوخوا ۲۵ زرو تنو ته رسیږي.
له ۷۷ کال څخه په ایران کې د غاټول يا لاله ګل فیستیوال ترسره کیږي. پخوا به دغه فیستیوال په ګچسر سیمه کې ترسره کیده، خو په دې وروستیو کلونو کې د کندر کلي ته انتقال کړای شو. تیر کال د کرونایي محدودیتونو له امله دغه فیستیوال ترسره نه شو.
د دې فیستیوال یوه په لاره اچونکي علي اکبر پهلواني، د ایسنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «په کندر کې د لاله ګل فیستیوال له یو لړ ستونزو سره د هغو له جملې څخه د خلکو د تګ راتګ او مناسب زیربناء له نشتوالي سره مخامخ شو، په همدې دلیل د مسئولینو په سپارښتنه دغه فیستیوال د چالوس جادې یا سړک پر لور د آسارا ښار ته انتقال کړای شو.»
د خاټول ګل فیستیوال سږ کال په درو مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې ترسره کیږي: په اپریل میاشت کې په چمران البرز پارک کې، په می میاشت کې په آسارا او په جون میاشت کې په دیزن سیمه کې.
آسارا سیمه په پنځه هکټاره ځمکه کې په مختلفو رنګونو کې له ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره لاله ګلانو سره، د ګلانو د مینه والو کوربه ده.
د علي اکبر پهلواني، وویل: «د کرونا وبا له خپریدو سره د ډیرو خلکو رواني وضعیت خراب شوی دی او د غاټول ګل له فیستیوال څخه لیدنه کولی شي خلکو ته د یوې ښې روحیې او احساس په بخښلو کې مرسته وکړي.»
د مسئولینو په وینا د البز ولایت د ځانګړو اقلیمي شرایطو او په مختلفو سیمو کې د تودوخي درجې توپیر په درلودلو سره دا پوتنشیل لري چې د کال په څلورو میاشتو کې د غاټول يا لاله ګلانو فیستیوال ترسره کړي.
په آسارا کې د می میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې د غاټول ګلانو فیستیوال دوام لري او مینه وال کولی شي د طبعیت له ښلاء څخه د خوند اخیستلو تنده پرې ماته کړي.