لاس اینجلس: د مظاهرو د مخنيوي په موخه د سمندري ځواکونو ګمارل
۱۴۰۴ خرداد ۲۰, سهشنبهد امريکا د قوماندې مرکز د يوې اعلامیې په حواله په لاس اینجلس کې په روانو امنيتي عملیاتو کې چې د «ټاسک فورس ۵۱» نوم ورکړل شوی، څه نا څه ۲۱۰۰ د ملي ګارډ ځواکونه او ۷۰۰ د سمندري ځواک فعال غړي شامل دي.
د ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې يوه لوړپوړي افسر تر دې دمخه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې دا ګام «فدرالي افسرانو او فدرالي ودانیو ته متوجې مخ پر زياتېدونکو خطرونو» ته په کتلو سره پورته شوی دی.
د نوموړي په حواله د امنيتي ځواک دې غړيو ته د هجوم د کنترولولو، ترينګلتياو د راکمولو او د زور د کارولو د اصولو روزنه ورکړل شوې ده.
په امريکا کې د فعال پوځ ګمارنې ته د يوې غير عادي او حساسې پريکړې په توګه کتل کيږي.
د کليفورنيا ګورنر ګيون نيوزوم، پر دې پريکړه سخت غبرګون ښوولی دی. هغه د ایکس شبکې په يوه پېغام کې ليکلي دي چې «د امريکا سمندري ځواک په بېلا بېلو جګړو کې د جمهوریت د دفاع په موخه په باعزته توګه خدمت کړی دی. دوی د امريکا پر خاوره د خپلو ښاريانو پر ضد بايد ونه ګمارل شي.» هغه زياتوي چې دا «چلند د امريکا د اصولو سره په ټکر کې دی.»
د جمعې په ورځ د امريکا د مهاجرت او ګمرکي چارو ادارې فدرالي مامورينو له لوري د چاپو په ترڅ کې د يو شمیر کسانو تر نيول کیدو وروسته د مظاهرو لړۍ پېل شوې وه.
ولسمشر ترمپ، په دې ترڅ کې د سوشل تروت د ټولنیزو رسنيو د خپل پليټ فارم له لارې د دې مظاهرو پر ضد غوسه څرګنده کړې وه او د مظاهره کوونکو پر وړاندې یې پر عمليات ټينګار کړی وو.
په دې منځ کې د کليفورنيا ایالت په لاس اینجلس ښار کې د مهاجرت پر ضد مظاهرو د کنترولو له پاره د ملي ګارډ د ګمارلو له کبله د ترمپ، پر اداره د اقامې دعوا کړې ده.
د ترمپ ادارې پر وړاندې شکايت کې ويل شوي دي چې په ايالت کې د پوځ ګمارل کیدو د ايالت خپلواکي تر پښو لاندې کړې ده.
د ملګرو ملتونو غبرګون
ملګرو ملتونو هم په لاس اينجلس کې د «نورې اورپکۍ» پر ضد خبرداری ورکړی دی.
ملګرو ملتونو د ایالتي او فدرالي حکومتونو له ټولو چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې د لا «ډېرې اورپکۍ» مخه دې ونيسي.
د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق، وويل: «موږ نه غواړو چې وضعيت لا پسې پوځي شي او موږ سيمه ایز، ايالتي او د فدرالي کچې ښکيل اړخونه دې ته تشويق کوو چې د دې له پاره کار وکړي.»
ترمپ، د دوشنبې په ورځ د سوشل تروت له لارې ادعا کړې وه چې په لاس اينجلس کې د ملي ګارډ ګمارل اړين ول.
هغه ويلي ول: «موږ په کليفورنيا کې له تاوتريخوالي ډکو، پاروونکو فسادونو ته د ځواب ويلو په موخه د ملي ګارډ د استولو ډېره ښه پريکړې کړې ده.»