کیف: د روسیې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۴ کسان ټپیان شوي
۱۴۰۴ خرداد ۳, شنبهد کیف سیمه ایزو چارواکو د شنبې (د می میاشتې ۲۴ نیټه) په سهار د اوکراین پر پلازمېنې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی. د کیف د پوځي چارواکو په وینا د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپيان شوي او د ښار په مختلفو برخو کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې ده.
د رویټرز خبري آژانس د کیف په فضا کې په پرله پسې ډول د ډرونونو د پرواز او چاودنو غږونو د اورل کیدو خبر ورکړی دی.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو، رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د یوې بې پیلوټه الوتکې پارچې په سولومینسکي سیمه کې د استوګنې ودانۍ په لوړ پوړ کې لږېدلي دي. د هغه په خبره په دې سیمه کې په یوې ودانۍ کې چې خلک اوسېدل او بل کې یې نه اوسیدل اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
د کیف ښاروال وویل د هغې ودانۍ ۲ اوسیدونکي چې ډرون پرې لګېدلی و، ټپيان او په روغتون کې بستر شوي دي. کلیچکو زیاته کړه چې د لومړي خبرداري تر اعلان دوه ساعته وروسته هم په ښار کې د حملې د خبرداري زنګونو د وهل کېدو لړۍ روانه ده.
اور لګېدنه
سمیه ایزو چارواکو په بولون سیمه کې د خریدارۍ پر یوه مرکز د ډرون لګېدلو له کبله د یوې بلې اور لګېدنې خبر ورکړی دی. د هغوي په خبره د بې پيلوټه الوتکو پارچې په لیري واټن کې پر ځمکه لیدل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په کیف کې له یوې ودانۍ څخه تورې لوخړې او یوې بلې ودانۍ څخه د اور لمبې پورته کیږي، په داسې حال کې چې د اطفایې عمله د اور وژنې هڅه کوي.
دغه شپني بریدونه د روسیې پر خاوره د اوکراین د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیئ لاوروف ژمنه کړې وه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به بې ځوابه نه پريښودل کیږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره په سرحد کې د یوې «حایلې سیمې» رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. دا اقدام د کیف له خوا د نړیوالو قوانینو خلاف بلل شوی. د اوکراین حکومت دغه طرحه «په ښکاره ډول د سوله ایزو هڅو رد کول» بللي دي.