طالبان: په زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۲۰۰ اوښتی
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهپه افغانستان کې د طالبانو د حکومت يوه وياند حمدالله فطرت، نن، پنجشنبه وويل چې له ويجاړو شویو کورونو څخه د نورو جسدونو تر را ایستلو وروسته اوس د مړو شويو کسانو شمیر ۲۲۰۵ کسانو ته رسېدلی دی.
د يکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې يوې زلزلې چې د ریشتر پر مقياس یې کچه ۶،۰ وه، د افغانستان د ختیځ يو شمیر برخې ولړزولې. خو ډېر زيان په کونړ ولايت کې اوښتی دی چېرې چې د رپوټونو پر اساس بشپړ کلي هوار شوي دي. د کورونو د ړنګيدو په نتيجه کې يو شمیر انسانان تر خاورو او تیږو لاندې شوي دي چې تر اوسه یې د را ایستلو له پاره هلې ځلې رواني دي.
اړونده موضوع: د زلزلې ځپلي سيمي ځايي خلک څه وايي؟
په کونړ ولایت کې د ډيرو تلفاتو اوښتو علت د دغه ولایت جعفرافيا ده. دلته ډیری خلک د سيندونو په درو کې چې لوړ غرونه یې جلا کوي، ژوند کوي.
حمدالله فطرت، چې د تلفاتو ارقام یې وړاندې کول، وويل چې د ژغورنې او لټون عمليات لا دوام لري. نوموړي زياته کړه: «د خلکو له پاره خيمې درول شوي او د لومړنيو طبي مرستو او اړينو توکو ليږد دوام لري.»
غرنۍ منقطه او پر افغانستان باندې د مرستو بندیدل هغه عوامل دي چې د ژغورنې او مرستې د هلو ځلو په لار کې خنډ جوړوي. په همدې حال کې يو شمیر نړيوالو مرستندويه ټولنو پر نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو غږ کړی دی.
د يکشنې ورځې زلزله په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې دريمه ستره زلزله ده چې رامنځته کيږي. تر دې دمخه په ۲۰۲۲م کال په پکتيا او خوست کې او په ۲۰۲۳م کال کې په هرات کې زلزلې ډېر زيانونه اړولي ول.