ترمپ تائید کړه چې له پوتین سره هوکړې ته نه دی رسیدلی
۱۴۰۴ مرداد ۲۵, شنبهپه الاسکا کې د پوتین او ترمپ ترمنځ مخامخ ناسته له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې ده.
د روسیې د دولتي خبري آژانس تاس د رپوټ پر اساس، د کریملین سلاکار وویل چې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتين، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي تر منځ د درې اړخیزې ناستې پر پوښتنه بحث نه دی شوی.
اوشاکوف دغه راز وویل چې هغه نه پوهيږي چې په الاسکا کې د جمعې ورځې تر کتنې وروسته ولسمشر پوتين او ولسمشر ترمپ به بیا کله سره ويني. اروپا ټينګار کوي چې اوکراین باید د سولې په مذاکراتو کې دخیل وي.
خو سپینې ماڼۍ ويلي دي ولسمشر ترمپ له زیلنسکي سره د ېوې اوږدې ټيلفوني اړيکې وروسته د ناټو له مشرانو سره په اړيکې کې دی.
تر غونډې وروسته پر اوکراین د روسیې حملې
په عین حال کې کیف ويلي چې روسیې تېره شپه پر اوکراین ۸۵ ډرونونه او یو توغندی توغولی دی.
کیف وايي چې روسيې پر اوکراین دغه حملې په الاسکا کې د دواړو ولسمشرانو تر کتنې څو ساعته وروسته کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي روسيې تېرې شپه پر اوکراین «یو اسکندر-ام بالستیک توغندی او ۸۵ شاهين ډوله ډرونونه» توغولي دي. سرچينې زیاته کړې روسيې همدارنګه په څلورو سیمو کې د «جګړې په لومړیو کرښو» کې هم حملې کړي دي.
«پوتین سوله نه کوي»
د چک جمهوریت وايي په الاسکا کې ترمپ سره د پوتین لیده کاته ښيي چې پوتین سوله نه کوي او ټینګار ېې کړی چې غرب باید له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د چک د دفاع وزیرې یانا چرنوچووا د شنبې په ورځ وویل په الاسکا کې د ترمپ او پوتین ناستې وښوده چې پوتین د سولې په لټه کې نه دی او غواړي د غرب اتحاد کمزوری کړي.
هغې پر اکس شبکه ليکلي: «د ترمپ-پوتین ناسته په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره کوم د پام وړ پرمختګ له ځانه سره نه درلود، خو هغوی ثابته کړه چې پوتین نه یوازې سولې ته تمایل نه لري، بلکې د غربي اتحاد د کمزوري کولو له پاره د خپلو تبلیغاتو د زیاتولو په لټه کې دی.»
مېرمن چرنوچووا زیاته کړې چې «غرب باید له اوکراین خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»