کریملین: پوتین د اوربند په تړاو ترمپ ته خپل پيغام استولی
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعهد روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، تېره شپه په مسکو کې د ترمپ له ځانګړي استازې ستیف ویتکوف، سره خبرې وکړې. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې پوتین او ویتکوف په دغه کتنه کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړانديز شوي يوې مياشتي اوربند په اړه خبري کړي دي. کیف دغه وړاندیز څو ورځي وړاندي په سعودي کې له امريکايي پلاوي سره په خبرو کي منلی وو.
ورته نور ولولئ: پوتين د جګړې له کرښي ليدنه کړې؛ د ترمپ استازی مسکو ته رسېدلی
پیسکوف زیاته کړه چې پوتین د ویتکوف په لاس ترمپ ته «زیګنالونه» واستول او د امریکا له خوا ېې د اوکراین په تړاو د امریکا د تفکر په هکله معلومات ترلاسه کړل.
د کریملین ویاند وویل: «مطمئناً د محتاطانه خوشبينۍ له پاره دلایل شته. تاسو پرون د ولسمشر پوتین له خوا یو ډېر مهم بیان واورېد کله ېې چې د یوه ژورنالیست پوښتنې ته ځواب ورکاوه. هغه په ډاګه کړه چې د جوړجاړي په برخه کې د ولسمشر ترمپ د دريځ ملاتړ کوي، خو هغه یو لړ پوښتنې هم مطرح کړې چې په ګډه ځواب ورکولو ته اړتیا لري.»
ورته نور ولولئ: ټرمپ: پوتین او د اوکراین ولسمشر باید سره وويني
پيسکوف زیاته کړه: «نو،هو، په واقعیت کې لا هم ډېر څه دي چې باید ترسره شي، خو له دې سره سره ولسمشر له ښاغلي ترمپ سره خپل پيوستون ښکاره کړی دی.»
پیسکوف دا هم وویل وروسته له هغې چې ویتکوف ترمپ ته د پوتین معلومات وسپاري، امریکا متحده ایالات به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د یوې ټيلفوني اړيکې وخت وټاکي.
له آرشیف څخه: