ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ګواښ کړی دی چې که د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، په اوکراین کې «نامعقوله» جګړې د ختمولو له پاره کوم تړون ته غاړه کښېنږدي، نو پر روسیې به «تعرفي او نور بندیزونه» هم ولګول شي.
دونالد ترمپ د «سوشل تروت» په نوم د ټولنیزو رسنيو د خپلې شبکې په يوه پوست کې ويلي دي چې د جګړې په اړه تړون ته د رسېدو په موخه د فشار په اچولو سره دی پر روسيه او ولسمشر پوتين، دواړو باندې «لوی احسان» کوي.
واک ته تر رسېدو وروسته دا د اوکراين د جګړې په اړه د ترمپ لومړۍ څرګندونې دي. نوموړي په دې ترڅ کې زياته کړې ده چې پوتين، دې «سملاسي دا جګړه ودروي! که نه نو د وخت په تېرېدو به دا نوره هم ناوړه شي.»
اړونده موضوع: د دونالد ترمپ سلاکار: ترمپ به ژر له پوتين سره خبرې وکړي
هغه وويل: «که موږ ژر جوړجاړی ونه کړو نو زما سره به پرته له دې بله لاره نه وي چې پر هغه څه تعرفې او بندیزونه ولګوم چې د روسیې له لوري پر امريکا او يا نورو شريکانو هېوادونو پلورل کیږي.»
ترمپ، زياته کړه: «راځئ دا جګړه چې که زه ولسمشر وای هیڅ به نه وای پېل شوې، ختمه کړو. موږ دا په آسانه او يا ستونزمنه توګه ختمولی شو او د آسانه لاري چاره تل ښه وي. اوس د يوه «تړون د کولو» وخت را رسېدلی. نور مرګونه بايد ونه شي.»
دونالد ترمپ، د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر وخت ادعا کړې وه چې هغه له پوتين، او زيلنسکي سره په خبرو کولو سره د اوکرین جګړه په ۲۴ ساعتونو کې ختمولی شي، خو هغه په دې اړه څه نه ول ويلي چې د دې له پاره یې وړاندیز څه دی او دا کار به څرنګه کوي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د امريکا، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له لوري پر روسیې باندې د وضع شويو بندیزونو سربیره به دی نور څه ډول بندیزونه ولګوي.
دا هم روښانه نه ده چې آيا نوموړی به د واشنګټن له لوري له اوکراين سره د ميليارډو ډالرو پوځي مرستې ته ادامه ورکړي او که څنګه. ترمپ، په خپله لومړۍ وينا کې حتی اوکراين ياد هم نه کړ.
د ترمپ څرګندونو ته د روسیې غبرګون
کريملن د پنجشنبې په ورځ وويل چې د اوکراين په تړاو د ولسمشر دونالد ترمپ، په تازه څرګندونو کې کوم نوي څه نه وو. همدا شان زیاته شوې چې په مسکو کې حکومت له واشنګټن سره پر «متقابل درناوي» ولاړو مذاکراتو ته چمتو دی.
د کريملن وياند ديمتري پېسکوف چې کله د ترمپ، د ګواښ په اړه چې وايي که روسیه د اوکراين تقریباً درې کلن اشغال پای ته ونه رسوي نو له نويو بندیزونو سره به مخامخ شي، وپوښتل شو نو نوموړي وويل: «موږ په دې کې هيڅ ځانګړي نوي عناصر نه وينو» او دا چې مسکو پر »متقابل احترام ولاړو خبرو اترو ته چمتو دی.«
تر دې دمخه په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال ديمتري پوليانسکي، د ترمپ، پر دې څرګندونو تبصره کړې وه.
نوموړي ويلي ول چې روسيه بايد وپوهيږي چې د ترمپ، له نظره د «تړون» مطلب څه دی.»
پوليانسکي، د رويټرز خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړې: «دا يوازې د جګړې پای ته رسولو خبره نه ده، بلکې لومړۍ او مهمه پوښتنه دا ده چې د اوکراين د کړکيچ هغه اصلي علتونه څرنګه حل کیدلی شي.»
پوليانسکي، وويل چې ترمپ د «روسیې مخالف» دریځ او د روسیې پر وړاندې «د جګړې د چمتووالي» مسئول نه دی. خو هغه وويل چې د »بدنيتۍ پر بنسټ د ولاړې تګلارې مخه نيول هرو مرو د هغه په اختيار کې دي.»