د جرمني د دفاع وزیره تاشکند ته تللې
۱۴۰۰ شهریور ۵, جمعهلکه څنګه چي د جرمني د دفاع وزارت نن جمعه(د اګست میاشتي ۲۷ مه) خبر ورکړ، په دغه سفر کي د دفاع د وزیري، انه ګریت کرمپ - کارن باور سره د جرمني د پوځ لوی درستیز، جنرال ایرهارد څورن هم ملګری دی.
د وزارت په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي «په کابل کي دغه انتقالاتي عملیات ډیر خطرناکه ول. د جرمني پوځ تر سختو شرایطو لاندي د امکان تر حده پوري ډیر انسانان د امن ځایونو ته انتقال کړل.»
د کارن باور د معلوماتو په حواله د تقریباً ۴۵ هیوادونو حداقل ۵۳۴۷ کسان رايستل سوي دي، چي تقریباً ۵۰۰ یې جرمنیان او تر ۴۰۰۰ ډیر یې افغانان ول. اوس نو ټول الماني عسکر، پولیس او ډیپلوماټان له افغانستان څخه راوتلي دی.دغه ټوله کسان بیا د تاشکند څخه د نظامي ترانسپورټي طیارو پواسطه جرمني ته راانتقالیږي.
د جرمني پوځ پرون پنجشنبه د کابل څخه تر سختو او خطرناک شرایطو لاندي تر ۱۱ ورځو وروسته خپل ماموریت پای ته ورساوه. د هغوی وروستی پرواز د ترهګرو حملو تر سیوري لاندی راغی.