سويډن: هغه کس چې قرآن کريم ېې سوځولی وو په ډزو وژل شوی
۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبهپه ۲۰۲۳م کال یو عراقي الاصله عیسوي سلوان مومیکا، په سويډن کې د مسلمانانو مقدس کتاب قرآن کریم وسوځاوه چې په اسلامي هېوادونو کې ېې پراخ غبرګونه راوپارول.
ورته نور ولولئ: سويډن کې د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه
پولیسو په یوه اعلاميه کې د سويډن په سودرتلیه ښار کې چېرته چې سلوان مومیکا، ژوند کاوه د ډزو له ېوې پېښې خبر ورکړی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دغه ډزې د کور دننه شوي او کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل یو کس ېې پیدا کړ چې په «ګولۍ لګېدلی و چې بیا ېې روغتون ته انتقال کړ.»
پولیسو په یوه لیک کې ويلي چې دغه سړی مړ شوی او د قتل په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
ورته نور ولولئ: هغه کس چې په سویډن کې یې قران سوځولی و ناروې ته تللی
یو شمېر رسنیو وژل شوی کس مومیکا، ښودلی او زیاته شوې ده چې پر هغه د ډزو شيبې احتمالا پر ټولنیزې رسنۍ په ژوندۍ بڼه ښودل شوي دي.
د ستاکهلم یوې محکمې په پام کې لرله چې د پنجشنبې په ورځ د مومیکا په هکله تصمیم ونيسي چې آیا د هغه له خوا د اعتراضونو په ګڼه ګوڼه کې د قرآن سوځولو عمل د فرقه يې نفرت لمسونې جرم وو او که نه. محکمې وویل چې دغه محاکمه ېې د فبرورۍ ۳مې پورې ځنډولې، «ځکه چې سلوان مومیکا وژل شوی او ډېر وخت ته اړتیا ده.»
مومیکا، په اګست مياشت کې له یو بل اعتراض کوونکي سلوان نجم سره د ۲۰۲۳م کال د دوبې په پېښو کې «د یوې فرقې پر ضد لمسون» باندې تورن شو.
ورته نور ولولئ: په ډنمارک کي د عراق سفارت مخې ته قران کریم ته اور اچول شوی
د تور پاڼې پر اساس، دغو دوو کسانو د ستاکهلم یوه مسجد مخې ته د قرآن کریم د سوځولو په ګډون، د مسلمانانو دغه مقدس کتاب ته سپکاوی کړی او د مسلمانانو ضد توهین آمیزه خبرې کړي دي. د دوی د دغه اقدام له کبله د سویډن او د منځني ختيځ یو شمېر هېوادونو ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې.
د سويډن څارنوالانو مخکې ويلي چې د دغه هېواد د قوانینو پر اساس، د قرآن کریم سوځول کيدای شي د یو کتاب او دین پر نقد تلقي شي او د بیان آزادۍ پر اساس باید محفوظ وي.
ورته نور ولولئ: ملگري ملتونه: د قران سوځول کرکجن عمل دی چي د پارونی له پاره طراحی سوی