المان: د چاقو په وسیله د برید کوونکي افغان محاکمه پیلیږي
۱۴۰۳ بهمن ۲۱, یکشنبهدغه بریدګر چې یوپولیس یې وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي، په بدنی زیان اړونې هم تورن دی.
د چاقو په وسیله دغه برید تیر کال د می په ۳۱ نیټه د اروپا له پارلماني ټاکنو لږ مخکې د المان په منهایم ښار کې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام انتقاد کوونکي غورځنګ پر غونډې شوی و.
د دې برید د جریان یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې لاس په لاس کیدله، په ټول المان کې د تحرک او ویرې خپریدو سبب شو.
په ویډیو کې لیدل کیده چې یو بریدګر یو ۲۹ کلن پولیس څو ځله د اورمیږ په برخه کې په چاقو وهي. دغه پولیس د دې غونډې د امنیت له پاره ګمارل شوی و. نوموړی پولیس وروسته له هغې تر برید لاندې نیول شوی و چې هڅه یې کړې وه د بریدګر مخه ونیسي.
ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې (د فیبرورۍ ۱۳ نیټه) په ورځ د دغه کس محاکمه د المان په شټوټګارټ ښار کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شي. یوازې څو ورځې وروسته له هغې به په المان کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.
د المان فدرال څارنوالۍ سلیمان آ. په یو مورد کې د قتل او پنځو مواردو کې د قتل هڅې او خطرناک بدني زیان اړونې تورن کړی دی.
تحقیق کوونکي په دې باورمند شوي دي چې دغه بریدګر چې یو افغان دی د «اسلامي دولت» ډلې ته یې میلان درلود او د دغې ډلې ایډیالوژي یې شریک کوله.
ایا تورن کس د داعش سره ارتباط درلود؟
سلیمان آ. د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په غړیتوب درلودلو نه دی تورن شوی، خو ویل کیږي چې نوموړي د تیر کال د می میاشتې په لومړیو کې پریکړه کړې وه، چې په المان کې به په هغو کسانو چې مسلمانان نه دي برید کوي. دغه کس د خپل عمر نږدې نیمایي برخه په المان کې ژوند کړی دی.
سلیمان آ. چې د چاقو د برید په جریان کې په ډزې تر ویشتل کیدو وروسته نیول شوی و، د تیر کال د جون میاشتې له نیمایي راهیسې په زندان کې شپې ورځې تیروي.