پولیس: په برلین کې د چاقو برید اسلامستي انګیزه نه درلوده
۱۴۰۴ فروردین ۲۴, یکشنبهد المان په پلازمېنې برلین کې پولیس او د څارنوالۍ ادارې په مشترک ډول اعلان کړی دی چې په ښاري ریل کې د چاقو په وسیله ترسره شوی برید د اسلامپاله ترهګرۍ انګیزه نه درلوده.
د معلوماتو پر بنسټ یوه ۴۳ کلن سوریایي وگړي د شنبې (د اپریل میاشتې ۱۲ نیټه) په سهار د چاقو په وسیله پر یوه ۲۹ کلن الماني برید وکړ او د چاقو دری ګزاره یې پرې کړي دي. له دې برید مخکې د دواړو ترمنځ شخړه هم رامنځته شوې وه.
ویل کیږي چې شکمن بریدکوونکی د پيښې له ځای څخه تښتیدلی، خو لږ وروسته په یوه سړک کې د پولیسو له خوا په ډزو ویشتل شوی.
دغه ۴۳ کلن کس روغتون ته انتقال شوی او د بیړنیو عملیاتو سربیره، د یکشنبې په سهار یې په روغتون کې سا ورکړې ده.
د مسئولو بنسټونو په خبرې اعلامیه کې راغلي دي چې دوی دواړه پولیس او قضایي بنسټونو ته پيژندل شوي کسان ول او د حملې، مخدره توکو او پر افسرانو د برید په څیر جرایمو کې په لړ کې دغو ادارو ته وړاندې شوي ول.
د پولیس او څارنوالۍ په رپوټ کې واضح شوې ده چې تر اوسه پورې هیڅ داسې شواهد نشته چې شکمن بریدګر دې د د افراطي اسلامپاله ترهګرۍ انګیزې له مخې دغه عمل ترسره کړی وي.