طالبانو بیا یو پیلوټ په ملکي جامه کي وژلی
۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبهپولیسو همدارنګه ویلي دي، چي د عظیمي د موټر د چاودني پر وخت پنځه ملکي کسان ټپيان سوي هم دي. طالبانو د عظیمي د وژلو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.
د رویترز خبري آژانس د افغان حکومتي منابعو په حواله د شپږو نظامي پیلوټانو د په قتل رسیدو خبر ورکړی ؤ، چي د عظیمي په وژل کیدو سره د هغوی تعداد ۷ تنو ته ورسیدی.
طالبانو ویلي دي، د دوی هدف د هغو افغان پیلوټانو وژل کیدل دي، چي د امریکایانو لخوا تربیه سوي دي. خو بیا د حکومتي او امنیتي منابعو څخه ویل سوي دي، چي طالبان غواړي پدې وسیلې سره په جنګ کي پخپله نفع تغيیر راولي. د طالبانو په لاس کي تر اوسه پوري هوايي قواوي نسته.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د غرب لخوا حمایه کیدونکي حکومت ته هوايي قواوي ډيري مهمي دي. دغه قواوي کولای سي د طالبانو پر جنګیاليو باندي حملې وکړي او مځکنیو قواو ته هوايي حمایه ورکړي. د پیلوټانو تربیه کلونه غواړي او ځکه نو د هغوی عوض پیدا کول اسانه کار ندی.
د افغانستان د هوايي قواوو قومندان، عبدل فتاح اسحق زي خبري آژانس رویترز ته ویلي دي، چي پرون شنبه وژل سوی پیلوټ عظیمي د امریکايي جنګي هلیکوپتر، ماډل UH60 دپاره تربیه سوی ؤ. هغه تقریبأ پنځه کاله د هوايي قواو دپاره کار کړی ؤ.
د بلي خوا بیا د افغان پوځ څخه د امریکا د هوايي قواوو ملاتړ راکم سوی دی.